کابل( پژواک ٣٠ وږى ۹۴): که څه هم چې د ماشومانو د لوبو پلاستيکي وسلو او پټاقيو واردول او کارول ممنوع شوي، خو لا هم په هټيو کې پلورل کېږي او هټۍ وال وايي چې ښه بازار هم لري.
د لوبو د پلاستيکي وسلو او پټاقيو په کارولو سره هر کال په اخترونو کې لسګونه ماشومان د لوبو پر مهال ټپيان کېږي او د روغتيايي چارو متخصصين وايي چې د دې ډول توکو کارول د ماشومانو پر راتلونکې ناوړه اغېز کوي او په لويوالي کې غصه ناک، جګړه مار او بې حوصله کسان وي.
له همدې امله د کورنيو چارو وزارت د روان کال د چنګاښ په ٢٨مه د ماشومانو د لوبو د پلاستيکي وسلو او پټاقيو پېر، پلور او کارول ممنوع کړل او ويې ويل چې له هټيو يې ټولوي.
د دې وزارت چارواکو ويل چې له سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ خونۍ سره په همغږۍ به د دې توکو واردول بند کړي.
دغه راز ياد وزارت ژمنه کړې وه چې د روان کال تر لوى اختر پورې به په ټول هېواد کې دا ډول توکي ټول او د واردولو مخه به يې ونيسي.
خو اوس چې لوى اختر رارسېدلى، د کابل ښار د بېلابېلو سيمو په هټيو کې د ماشومانو د لوبو ټوپک، تومانچې او پټاقۍ موندل کېږي او له دې ځايه د هېواد نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.
د کابل منډوي د "بېلر" په نوم کوڅې په پنځو مارکېټونو کې دغه توکي موندل کېږي، خو هټۍ وال يې داسې ځاى ساتي چې پوليس يې ونه ويني.
د پژواک خبريال د دې سيمې له ځينو هټۍ والو په هټيو کې د يادو توکو د شتون پوښتنه وکړه او هغوى هم له دې امله چې د پېرودونکي خيال يې پرې وکړ، دغه توکي يې ورته وښودل.
وروسته چې خبريال هټۍ والو ته ځان وروپېژاند، بيا نو هټۍ وال په خپلو هټيو کې د يادو توکو پر شتون نه شو منکر کېداى او اړ شول چې په دې اړه مرکې وکړي.
د بېلر کوڅې يو هټۍ وال رحيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نه يواځې د ده بلکې د دې سيمې په ټولو هټيو کې پټاقۍ او د ماشومانو د لوبو پلاستيکي وسلې شتون لري چې په پرچون او عمده ډول پلورل کېږي.
رحيم الله وايي:"وروره په ټولو دوکانو کې پټاقۍ او تومانچې پلورل کيږي؛ ځکه چې ماشومان يې ډېر خوښوي ."
د هغه په وينا، له دې سره سره چې د هېواد او کابل ښار په ټولو هټيو کې دغه وسايل په پټه پلورل کيږي، بيا هم د خرڅلاو ښه بازار لري او له دې ځايه دغه توکي نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن