ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو يوه ښځه سنګسار کړې”

author avatar
21 Sep 2015 - 19:29
author avatar
21 Sep 2015 - 19:29

سرپل (پژواک ٣٠ وږى ٩٤): د سرپل سيمه ييز چارواکي ادعا کوي، چې طالبانو نن غرمه د دغه ولايت د مرکز په اړونده سيمه کې يوه ښځه سنګسار کړې ده.

د سرپل د ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني، پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو ياده مېرمن تېره اونۍ په سرپل کې د زنا په تور نيولې وه او نن له غرمې وړاندې يې د دغه ولايت په اړونده د لغمان په سيمه کې د خلکو په مخ کې سنګسار کړې ده.

سرچينې زياته کړه، ياد کلى د سرپل مرکز په شل کيلومترۍ کې پروت دى او اوسمهال د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې دى.

د سرپل د ولايتي شورا د معلوماتو پر بنسټ، يادې مېرمن د سنګسار حکم له عملي کولو وروسته ځان ژغورلى او اوسمهال په ياد کلي کې تر درملنې لاندې ده.

رحماني د يادې مېرمنې نوم خالزاده ياد کړ.

د سرپل د ولايتي شورا مشر، د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک ته وويل: "طبيعي ده، په کومه سيمه کې چې نا امني وي، دا ډول پېښې رامنځته کېږي."

هغه له دولته وغوښتل، چې د خلکو امنيت د ټينګښت لپاره هڅه وکړي، څو نور خلک د دا ډول تاوتريخوالي قرباني نه شي.

د سرپل امنيتي چارواکو دغه پېښه نه ده منلې او په دې اړه يې بې خبري څرګنده ښودلې ده.

ورته مهال په سرپل ولايت کې يوې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د يادې مېرمنې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او اوسمهال د لغمان په کلي کې د يوه ډاکټر په کور کې تر درملنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د سرپل سيمه ييزو چارواکو ادعا کړې وه، چې طالبانو د سرپل ولايت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې يوه ښځه او يو سړى د زنا د فعل له امله په ډزو سره وژلي دي.

خو طالبانو دغه موضوع رد کړې وه.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.