د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر او اجراييه رييس دې فکري يووالى پياوړى کړي

ولسمشر او اجراييه رييس دې فکري يووالى پياوړى کړي

Sep 21, 2015 - 19:35

کندهار ( پژواک، ٣٠ وږى ٩٤ ) : د کندهار اوسېدونکو او د مدني ټولنې استازو له ولسمشر او اجراييه رييس څخه وغوښتل چې د هېواد د سترو ګټو او ملي حاکميت په خاطر دې خپل فکري او عملي يووالى لا پياوړى کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني په ملاتړ د وږي په ٣٠مه په کندهار پريس کلب کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار عامو اوسېدونکو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړى و.

د کندهار د مدني ټولنې په استازيتوب احمد شاه سپر دغې غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د زر او زور خاوندانو د نظام پر وړاندې پروپاګنډ پيل کړى او غواړي د اوسني بهير مخه ونيسي.

خو ده وويل، چې د کندهار ټول اوسېدونکي د اوسني منتخب نظام تر شا ولاړ دي او په خپل ټول توان د دسيسو مخنيوى کوي.

هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې نه يواځې د واک لېږد تر سره شو، بلکې امنيتي او اقتصادي لېږد هم تر سره شو، چې دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ تجربه وه.

هغه زياته کړه، په سوله ييز ډول له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته د واک د لېږد تر څنګ د خلکو په غوښتنه له هېواد څخه تر ١٠٠ زره زيات بهرني سرتېري ووتل چې دلته عملاً له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت وو.

دى وايي، په دې توګه د جګړې ټول بوج د ملي امنيتي ځواکونو پر اوږو واچول شو، په داسې حال کې چې افغانستان له جابرو ګاونډيانو سره په خوا کې پروت دى.

د نوموړي په باور، په رښتينې توګه دا يوه لويه خلا وه چې د خلکو اندېښنې يې ډېرې کړې، خو ټول هېوادوال شاهد دي چې ملي امنيتي ځواکونه په ډېره مېړانه د هېواد د دښمنانو پر وړاندې ولاړ دي او په خپلو بې ساري قربانيو خلک او هېواد ژغوري.

هغه زياته کړه، له دې سره په خوا کې د هېواد هغو سرمايه کارانو چې د فساد په پايله کې يې پيسې ډېرې کړې وې، خپلې سرمايې بهر ته يووړې، دغه راز هغه ګڼې موسسې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې ځوانان په کارونو بوخت کړي وو، ډېرې يې له هېواده ووتلې چې په دې توګه يې اقتصادي بحران او بېکاري ډېره کړه.

دى وايي، د دومره سترو ستونزو د حل لارو موندل په هيڅ توګه په لنډ وخت کې ممکن نه دى، خو ولسمشر بوخت دى چې د حل لپاره يې هر اړخيز پلانونه طرحه او عملي کړي، چې طبعاً وخت او د خلکو زغم غواړي.

هغه د اقتصادي زير بناوو په لړ کې د ټاپي پروژه ياده کړې چې دوه مياشتې وروسته پيل کېږي او دغه راز يې د رېل ليکه ياده کړه چې په پيل کېدو سره به يې زرګونو ځوانانو ته اوږد مهاله کارونه وموندل شي.

خو د ده په خبره، د زر او زور خاوندان له ستونزو د بې ثباتۍ پيدا کولو لپاره کار اخلي، ځکه خو د ولسمشر په خلاف ناسمې اوازې خپروي او ان کله کله د موقت حکومت جوړولو خبرې کوي.

سپر وويل، اوسنۍ ستونزې ننۍ نه دي، بلکې د تېرو ١٤ کلونو او ان له تېرو ٤٠ کلونو جګړې او ناورين څخه سرچينه اخلي چې حل او بدلون يې وخت اخلي.

نوموړي د اوسني نظام د ځينو لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل، اوسنى زعامت د لومړي ځل لپاره بريالى شو چې له وسله والو مخالفينو سره مخامخ خبرې وکړې، که څه هم دويم پړاو يې له ځنډ سره مخ شو، خو اوس پاکستان د خبرو د بيا پيل کولو لپاره هڅې پيل کړې او ان ګيله يې کړې چې افغان دولت ولې له دغو خبرو ځان وويست.

هغه دغه راز يادونه وکړه چې د نظام د اوسني مشرتابه د هڅو په پايله کې دا په زبات ورسېده چې پاکستان دلته نااعلان شوې جګړه پيل کړې، چې په اړه به يې په نژدې راتلونکې کې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې شکايت وشي.

سپر يادونه وکړه چې خلک د دې او ورته نورو اصلاحي هڅو نه يوازې ملاتړ کوي، بلکې د هغو هڅو مخنيوى کوي چې د اوسني زعامت د اصلاحي کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د کندهار بل مدني فعال احمد فرزان وويل، چې د افغانستان خلک د حکومتولۍ يوه نوي پړاو ته داخل شوي، چې دا کومه اسانه خبره نه وه.

هغه زياته کړه: ((ګڼې ستونزې لکه اقتصادي رکود، ضعيفه حکومتداري، بې کاري او نورې چې اوس يې احساسوو، په تېرو څوارلسو کلونو کې يا ورته متوجه نه وو او يا د دروغو يو پوښ ورباندې هوار وو.))

د ده په خبره، دغه مسايل په تېرو څوارلسو کلونو کې د واکمنو له خوا جدي و نه نيول شول او د مخينوي لپاره يې هماغه مهال هيڅ طرحې او پلانونه جوړ نه شول، ځکه خو يې اوس حل ډېر کار، زغم او زړه چاودون غواړي.

دى وايي، څوارلس کاله وړاندې چې کله نوې اداره په وجود راتله د حکومتدارۍ بنسټ په يوه غير متجانس او ېشلې بڼه کېښودل شو، هرې جنګي ډلې، هر قوم په اداره کې خپل کسان غوښتل او همداسې وشول، خو اوس چې اصلاحات راوستل کېږي، طبعاً پر وړاندې يې خنډونه جوړېږي.

هغه د بېلګې په توګه د ولسمشر په مشرۍ تدارکاتي کمېسيون ياد کړ چې هره اوونۍ په ساعتونو ساعتونو قراردادونه ارزوي، څو د فساد مخنيوى وشي او د بيت المال پيسې په سمه توګه په سمو ځايونو کې ولګول شي.

دى وايي، ((مخکې په حکومت کې شاملو زورواکو دغه قراردادونه په ډېره لوړه بيه اخيستل، له همدې لارې يې په ناروا توګه پيسې پيدا کولې او ميليونران کېدل، خو اوس چې يې مخنيوى کېږي، نو ځکه به هماغه زورواکي دسيسې جوړوي او عامه اذهان به مغشوشوي.))

خو ده وويل، چې خلک بايد په ټول توان د خپل نظام او ولسمشر ملاتړ وکړي، تر څو د اصلاحاتو او بدلون دا لړۍ لا پسې وغځېږي.

يو شمېر نورو ويناوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې خلک له ستونزو سربېره د نظام ملاتړي دي او دې ته يې هڅوي چې بدلون راولي، زېربناوې جوړې کړې او ثبات تامين کړي.

د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم وړاندې شو چې په کې راغلي وو، د کندهار ټول اوسېدونکي د ولسمشر او ملي يووالي د حکومت پر ضد هر راز پروپاګند غندي او په کلکه يې مخنيوى کوي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې وه چې ولسمشر او اجراييه رييس دې د هېواد د سترو ګټو او ملي حاکميت په خاطر دې خپل فکري او عملي يووالى لا پياوړى کړي.

په پريکړه ليک کې دا هم راغلي وو چې حکومت دې د اداري فساد پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او له دولتي ادارو دې بې کفايته کسان ليرې او پر ځاى دې يې وړ کسان وګوماري.

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan