ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه وکړه

په فارياب کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه وکړه

author avatar
21 Sep 2015 - 13:54
په فارياب کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه وکړه
author avatar
21 Sep 2015 - 13:54

ميمنه (پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): په فارياب ولايت کې يوې کوژده شوې نجلۍ ځان وژنه کړې چې لامل يې له داسې کس سره کوژده بلل شوې چې بله ښځه يې هم درلوده.

دا پېښه نن سهار په پښتونکوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دې ولسوالۍ ولسوال عبدالقدير قادري وايي چې نجلۍ ځان په يوه رسۍ په ونه کې راځوړند کړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نجلۍ ١٩ کلنه  او کوژده شوې وه چې د مرګ لامل به يې د څېړنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

په ميمنه کې د افغان – ترک روغتون د عدلي طب مشر ډاکټر سمير عنايت وويل، طبي څېړنې ښيي چې د نجلۍ په ستوڼي کې يواځې د رسۍ نښې ليدل شوې دي.

د نجلۍ ماما اسدالله ادعا وکړه چې خورزه يې په مدرسه کې درس ويلى و، رواني ستونزې يې درلودې او له روغتون نه  تر رخصتېدو وروسته يې ځان زندۍ کړى دى.

خو د نجلۍ يوه خپلوان په روغتون کې ويل، دا نجلۍ يوه داسې کس ته کوژده شوې وه چې بله ښځه يې هم درلوده او د مرګ لامل يې له کوژدې ناخوښي وه.

د فارياب د بشري حقونو ساحوي کمېسيون مشر سيد حفيظ الله فطرت وويل چې د دې ډول  قضيې د کورني تاوتريخوالي او د نجونو په خوښه د شرعي او قانوني ودونو د مخنيوي په سبب رامنځه کېږي، چې دا په روان کال کې د دې ډول ځان وژنې پنځمه پېښه ده.

د يادونې ده، د فارياب د ښځو چارو رياست په ٢٠١٤ کال کې له ښځو سره د رنګارنګ تاوتريخوالي ٣٦٠ او د روان  ٢٠١٥ زېږديز کال په شپږو لومړيو مياشتو کې ٣٧٢ بېلابېلې پېښې ثبت کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.