ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج مراسم پيل شول

د حج مراسم پيل شول

author avatar
22 Sep 2015 - 13:58
د حج مراسم پيل شول
author avatar
22 Sep 2015 - 13:58

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): په سعودي عربستان کې سلګونه زره مسلمانانو د حج مراسم نن پيل کړل او ټاکل شوې د حج تر ټولو لوى رکن (وقوف عرفات) سبا ترسره شي.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د وږي په ٣١مه خبر ورکړى چې سږ کال شاوخوا يو ميليون و ٣٠٠ زره مسلمانان له نورو هېوادونو د حج فريضې ادا کولو په موخه دغه هېواد ته ورغلي دي.

سرچينې زياته کړې چې په سعودي عربستان کې مېشت سلګونه زره مسلمانان هم په دغو مراسمو کې برخه اخلي.

د سعودي حکومت د حج د مراسمو د امنيت ټينګولو په موخه د بېلابېلو امنيتي ارګانونو سل زره سرتېري پر دندو ګومارلي دي.

سرچينه کاږي چې مسلمانان نن د مکې مکرمې له بېلابېلو سيمو د منى پر لور روانېږي، هلته به شپه کوي او سبا به د عرفات په ميدان کې سره راټولېږي چې د حج تر ټولو لوى رکن دى، هلته به د حج خطبه ويل کېږي، د غرمې او مازديګر لمونځونه به يو ځاى ادا کېږي.

مسلمانان به سبا تر مازديګر وروسته د مزدلفې پر لور ځي، هلته به شپه کوي، بله ورځ د اختر په لومړۍ ورځ تر لمر ختو وروسته به دوى شيطانان وولي، بيا قرباني کېږي او ورپسې به حاجيان ويښته کموي او احرام به لرې کوي.

سږ کال له افغانستان څخه شاوخوا ٢٤ زره کسان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدنبي له مکې د ټيلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل چې په لومړيو کې له ځينو ستونزو سره مخ وو، خو اوس يې ستونزې هوارې شوې  دي.

هغه زياته کړه چې د حج مراسم نن پيل شوي او مسلمانان د منى پر لور روان شوي دي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې په حرم شريف کې د يوه کرين د غورځېدو له امله د يوه افغان په ګډون ١٠٧ کسان مړه او د ٢٩ افغانانو په ګډون لسګونه نور ژوبل شوي وو. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.