ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: د نظام په دننه کې د جاسوسانو مخه بايد ونيول شي

مسلميار: د نظام په دننه کې د جاسوسانو مخه بايد ونيول شي

author avatar
22 Sep 2015 - 20:48
مسلميار: د نظام په دننه کې د جاسوسانو مخه بايد ونيول شي
author avatar
22 Sep 2015 - 20:48

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٤): د مشرانو جرګې مشر وايي، که چېرې استاد سياف ترور شي، نو مسووليت به يې د قلم الدين او هغو کسانو پر غاړه وي، چې د نظام په دننه کې دي او د هغو کسانو له کړنو ملاتړ کوي، چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، نن د دغې جرګې په عمومي ناسته کې، د پنځمې ستنې (کوم کسان چې د نظام په داخل کې دي او د نظام د کمزورتيا لپاره هڅې کوي) پر وړاندې چوپتيا جفا وبلله او زياته يې کړه: "داسې کسان شته چې اعاشه او اباته يې له حکومت څخه کېږي، خو بيا له هغه چا څخه ملاتړ کوي چې افغانان وژني."

نوموړي د جهادي مشر عبدرب الرسول سياف څرګندونو ته په اشارې سره وويل: "امنيتي ارګانونه په ځانګړي ډول ملي امنيت اړ دي، څو جاسوسان پيدا او پوښتنې ترې وکړي، له هغه پرته به پنځمه ستن په هېواد کې د ډېرو ستونزو رامنځته کولو لامل شي."

سياف درې ورځې وړاندې د استاد برهان الدين رباني د وژنې د څلورمې کليزې په مراسمو کې وويل، چې د ترهګريزو بريدونو مشري له هغو مرکزونو څخه کېږي چې په کابل کې موقعيت لري.

سياف زياته کړه: "څو چې دښمن تر زنې لاندې څخه لرې نه کړو، په سنګر کې ماتې نه شو ورکولى، که چېرې دښمن له ځان لرې نه کړو، له جدي ستونزو سره مخ کېږو."

د مسلميار په وينا، له لوى اختر وروست د امنيتي سکټور له چارواکو سربېره به د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر هم غونډې ته راوبلل شي، څو د نظام په داخل کې د جاسوسانو په اړه معلومات ورکړي.

هغه وويل، د سولې عالي شورا غړى او د اسلامي انقلاب حرکت مشر مولوي قلم الدين له يوه پلوه دوه زره امريکايي ډالره معاش اخلي او له بل لوري جهادي مشرانو ته اخطارونه ورکوي.

مولوي قلم الدين ويلي، که چېرې د طالبانو پخوانى مشر ملا محمد عمر د استاد سياف لاسته ورغلى وى، نو هغه به يې وژلى وى او که چېرې سياف هم د طالبانو لاس ته ورشي، نو هغوى به هم ترې سر پرې کړي.

مسلميار وويل، که چېرې د جاسوسانو مخه ونه نيول شي او استاد سياف ترور شي، نو د قلم الدين په څېر کسان او هغه جاسوسان چې په بېلابېلو نومونو له حکومته معاش اخلي، مسوول وي؛ ځکه دوى د داسې کسانو له کړنو ملاتړ کوي چې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

 د مشرانو جرګې مشر څرګنده کړه: "استاد سياف يو عالم او په ټولو مسايلو کې ښکېل دى، په هر ولايت کې ملاتړي لري، که چېرې کوم داسې حالت رامنځته شي، نو ټول به د هغو کسانو پر وړاندې چې پېژندل شوي، راپورته شي؛ خداى دې دا ورځ نه راولي."

هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې د جاسوسانو د پېژندنې او د خلکو د اندېښنې د لرې کولو لپاره  د نظام په داخل کې د پنځمې ستنې پر وړاندې جدي ګامونه پورته شي.

مسلميار دغه راز داعش او طالبان د پاکستان د استخباراتو پروژې وبللې او ويې ويل، دغه دوه پديدې د پاکستان د استخباراتو د دوو جلا خونو له لارې د افغانانو پر ضد رهبري کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.