ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هېواده د ځوانانو تېښته حل لاره نه ده

له هېواده د ځوانانو تېښته حل لاره نه ده

author avatar
23 Sep 2015 - 09:31
له هېواده د ځوانانو تېښته حل لاره نه ده
author avatar
23 Sep 2015 - 09:31

کابل(پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٤): په داسې حال کې چې ځوانان د بېلابېلو ستونزو په سبب هېواد پرېږدي، د ځوانانو معينيت وايي، هڅه کوي چې له نورو سکتوري دولتي او خصوصي ارګانونو سره د همکارۍ له مخې زرګونو ځوانانو ته کاري زمينه مساعده کړي.

 ځوانان په هره ټولنه کې ستر کاري ځواک بلل کېږي چې کولى شي د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي، خو په افغانستان کې وزګارتيا، بېوزلي، نا امني او د دولت بې غوري ددې سبب شوې چې په دې وروستيو کې ګڼ  شمېرځوانان په پرله پسې ډول د هېواد پرېښودو ته مخه کړي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستيال کمال سادات وايي، هغه ځوانان چې له افغانستان نه وځي، د وزارت پيغام ورته دا دى چې تېښته د حل لاره نه ده، ځوانان بايد له اوسني وضعيت سره پرېکنده مبارزه او مقاومت وکړي، د نورو هېوادونو د ځوانانو غوندې د امنيت، اقتصادي پراختيا او نورو  برخو کې خپل هېواد ته کار وکړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل:((زموږ ځوانان دې هم نه تښتي، د هېواد په ترقۍ کې دې ونډه واخلي، جدي مبارزه دې وکړي، څو ټولو هغه ناخوالو ته  چې اوس هېواد ورسره مخ دى، پياوړى ځواب ورکړي.))

سادات زياته کړه، ځوانانو ته پيغام لري چې په پرديو هېوادونو کې ژوند کول د وطن په څېر نه دى او له افغانستان نه څو چنده سختۍ لري.

 هغه زياته کړه چې د ځوانانو معينيت د ځوانانو د فرار د مخنيوي لپاره د کډوالو، کار او ټولنيزو چارو، بهرنيو چارو  وزارتونو او نورو  دولتي سکتوري او خصوصي ارګانونو سره په اړيکه کې دى، څو لومړى د تېښتې يوه شمېره تر لاسه شي او وروسته يې د مخنيوي لپاره يوه کړنلاره جوړه شي.

 خو د(( حرکت سفيد)) په نامه يوه بنسټ په تازه څېړنه کې راغلي چې په روان زېږديز کال کې شاوخوا ٧٨ زره کسان له افغانستان نه اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې لپاره تللي‎، په داسې حال کې دا شمېره په ټول ٢٠١٤ کال کې ٥٣ زره کسانو ته رسېده.

دې ټولنيز بنسټ د حکومت په سياست کې د سم مديريت نشتوالى د مغزونو د تېښتې لامل بولي او وايي، هغه شمېر افغانان چې کډوال شوي، په ډېر بد حالت کې ژوند کوي، غوره بېلګه يې د دوى پر وړاندې د اروپايي هېوادونو د وګړو غير انساني چلند دى چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال زياته کړه، هڅه کوي چې ځوانانو ته په هېواد دننه کاري زمينه مساعده کړي او تر څنګ يې له يو شمېر هېوادونو سره چې قطر او سعودي عربستان په کې شامل دي، خبرې کوي چې افغان ځوانانو ته په خپلو هېوادونو کې د کار زمينه مساعده کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې چارواکي وويل:((موږ به په راتلونکي کې سلګونه زره ځوانانو ته په هېواد دننه او بهر د  کار زمينه مساعده کړو.))

 په ورته وخت کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري وايي چې وزګارتيا په هېواد کې يو ډېره جدي ستونزه ده او د حکومت په رامنځته کېدو سره نه يواځې چې کاري فرصتونه رامنځته نه شول، بلکې شته فرصتونه هم کم شول.

هغه له افغانستان سره د بهرنيو مرستو کمښت او د نا امنيو پراخېدل، د کاري فرصتونو د محدوديت يو لامل وباله او ټينګار يې وکړ چې حکومت دې په هېواد دننه او بهر اوږد مهاله او لنډمهاله پروګرامونه جوړ کړي چې له عملي کېدو سره ګڼو ځوانانو ته کاري زمينه مساعده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.