ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملاخېل : په کجکي او موسى کلا کې مو پرمختګونه کړي

ملاخېل : په کجکي او موسى کلا کې مو پرمختګونه کړي

author avatar
23 Sep 2015 - 13:00
ملاخېل : په کجکي او موسى کلا کې مو پرمختګونه کړي
author avatar
23 Sep 2015 - 13:00

لښکرګاه (پژواک، د تلې لومړۍ ٩٤ ) : د هلمند امنيه قوماندان وايې چې په کجکي او موسی کلا ولسواليو کې امنيتي حالات ددولت په ګټه  پرمخ روان دي  او د اختر د ورځو د امنيت لپاره يې  ځانګړې تدابير نيولي دي.

امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل دغه څرګندونې  د تلې په لومړۍ نېټه  په لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې پرون موسى کلا ولسوالۍ ته د سفر پر مهال يې له ځايي خلکو سره پراخه غونډه نيولې وه.

ملاخېل وايي چې خلکو له دولت څخه دامنيت او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ده وويل چې په نږدې ورځو کې  به په موسی کلا کې  نور طرحه  شوي  پلانونه هم عملي  شي، چې له مخې به  يې له جګړه  ځپلو سره مرستې  وشي، د اړتيا سره سم  به  په ځينو سيمو کې نور عمليات پيل شي .

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د کجکي ولسوالۍ په ډېرو سيموکې طالبان  په شاه تمبول شوي  او په دې سيمه کې امنيتي ځوکونو ته جنګي او خوراکي توکي په پراخه کچه رسول شوي دي.

امنيه قوماندان وايي چې د کجکي د اوبو بند او فابريکې ته  به هېڅ کله هم ددولت وسله وال مخالفین ونه رسېږي، ځکه خپل ټول وس او توان يې په دغه  دوو ولسواليو کې و ازمويه، خو ماتې يې وخوړل.

د ملاخېل په وينا، تېره شپه يې د طالبانو د سرې قطعې په نوم قوماندان هم  له خپلو  څو کسانو سره په کجکي کې  وژل شوی او ور ځ تر بلې پر شاه روان دي.

دى زياتوي چې د اختر لپاره يې هم ځانګړي امنيتي  تدابير نيولي، په لښکرګاه  ښار او ټولو ولسواليو کې تلاشۍ رواني دي، څو د امنيتي  پېښو مخنيوى وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.