کابل (پژواک، ٢ تله ٩٤): په افغانستان کې جګړه او انا امني د پرديو د ګټو او موخو لپاره دي چې له بده مرغه قرباني يې افغانان دي.
دغه څرګندونې د اختر په مناسبت د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي په پيغام کې راغلې دي.
په دغه پيغام کې چې نن (د تلې دويمه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوى، د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته يې د نېکمرغه لوى اختر مبارکي ويلې ده.
دغه راز په پيغام کې له لوى خداى ج له درباره غوښتل شوي چې افغانان دې د دې متبرکو ورځو په برکت د سراسري سولې او ثبات لپاره لا يوموټي او متفق شي.
حامد کرزي په خپل اختريز پيغام کې د افغانستان خلکو ته په خطاپ کې ويلي: ((زموږ تاريخ ګواه دى، چې زموږ د هېواد ازادي او رفاه د ټولو په اتفاق، کار او کوشش کې نغښتي دي، نو له ټولو افغانانو غواړم، څو په دې حساسو حالاتو کې يو بل ته لاس ورکړي او د دې خاروې په ابادۍ له هېڅ ډول کوښښ او هڅو درېغ ونه کړي.))
کرزي زياته کړې: ((په هېواد کې نا امني او جګړه د پرديو د ګټو او موخو لپاره روان دي، چې په هغې کې زموږ ملت قرباني کېږي، موږ بايد ټول په هوښياري او ځيرکتيا، ملي ګټو او حاکميت ته په تمرکز سره، خپل ګران هېواد د پرديو له منګولو او لاسوهنو وژغورو او د خپل هېواد د امنيت، سولې او ابادۍ لپاره همګام او همغږي شو.))
د هېواد د ځوانانو د نا قانونه مهاجرتونو په اړه حامد کرزي ويلي: ((غواړم د هېواد عزتمنو ځوانانو ته، چې د نن ځواک او د سبا رهبران دي، ووايم، چې پرديو ملکونو ته له تلو دې ډډه وکړي، په خپلو هڅو او پشت کار دې ځان او افغانستان هغه ځاى ته ورسوي چې هيله يې لري.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن