ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: د استاد سیاف د څرګندونو په اړه له امنیتي چارواکو وضاحت غواړو

مسلميار: د استاد سیاف د څرګندونو په اړه له امنیتي چارواکو وضاحت غواړو

author avatar
24 Sep 2015 - 14:20
مسلميار: د استاد سیاف د څرګندونو په اړه له امنیتي چارواکو وضاحت غواړو
author avatar
24 Sep 2015 - 14:20

جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۴): د مشرانو جرګې رييس وايي چې په کابل کې د "پنځمې ستنې" او په نظام کې د پرديو جاسوسانو د شتون په مسئله به له امنيتي چارواکو وضاحت وغواړي.

فضل هادي مسلميار د تلې په ۲مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د لوی اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته رسنيو ته وويل چې مشرانو جرګه به څو ورځې وروسته د ملي امنیت رييس او مشاور په همدې غبرګون کې استجواب کړي.

د مشرانو جرګې دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې څو ورځې مخکې جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سياف وويل چې د ترهګريزو بريدونو مشري له هغو مرکزونو کېږي چې په کابل کې دي.

سياف ويلي، څو چې دښمن تر زنې لاندې څخه لرې نه کړو، په سنګر کې ماتې نه شو ورکولى، که چېرې دښمن له ځانه لرې نه کړو، له جدي ستونزو سره مخ کېږو.

د مشرانو جرګې رييس وايي: ((استاد سياف په دې څرګندونو سره نوی حکومت نه ننګوي، بلکې د پخواني حکومت په دوره کې يې هم ورته نيوکې درلودې. نو غواړو چې تر اختر وروسته امنیتي چارواکي په دې اړه د افغانستان ولس ته وضاحت وړاندې کړي.))

دغه جګپوړي چارواکي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا کسان د حکومت تر سيوري لاندې اعاشه او اباته کېږي يا د سولې د غړو په نوم يا د مرور ورور په صفت دلته راغلي او مرکزونه يې جوړ کړي دي.))

د مشرانو جرګې رييس په خپلو خبرو کې د داعش او طالبانو په تړاو يادونه وکړه چې دواړه ډلې د پاکستان له ادرسه د افغانانو د وژلو لپاره راځي ځيني نور هېوادونه به هم ورسره شريک وي، خو مرکزونه او تمويل يې پاکستان کوي.))

فضل هادی مسلميار وويل: ((د دې مسايلو په اړه دې له پاکستان سره مستقيماً خبرې وشي او يا دې ورسره مستقيمآ جنګ وشي.))

مسلميار زياته کړه چې له استجواب کېدونکو چارواکو څخه به د هېواد د وروستيو ناامنیو او په ټوله کې د ننګرهار د امنیتي وضعيت په اړه هم وضاحت وغواړي.

نوموړی وايي: ((موږ د شينوارو په زون کې د عملياتو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړی و، اوس په کوټ کې عمليات پيل شوي، د عملياتو پايلو ته په تمه يو، که خلکو ته د منلو نه وو، بيا به ولس ته مراجعه کوو او خپل تصميم نيسو.))

مسلميار د دې خبرو په وضاحت کې وويل: ((موږ نه غواړو ټوپک واخلو او ملېشه سازي وکړو، د خپلو سرتېرو ملاتړي يو او د حکومت تر شا ولاړ يو.))

د شينوارو زون په لومړۍ ولسوالۍ کوټ کې تېره اوونۍ عمليات پيل شوي چې د چارواکو په وينا، موخه يې د داعش او طالب وسله والو ځپل او د هغو له سيمې شړل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.