ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې چاپي رسنۍ د ودې په حال کې دي

خوست کې چاپي رسنۍ د ودې په حال کې دي

author avatar
25 Sep 2015 - 10:32
خوست کې چاپي رسنۍ د ودې په حال کې دي
author avatar
25 Sep 2015 - 10:32

 

خوست ښار ( پژواک،۳تله ٩٤ ) : لوستونکي او د چاپي خپرونو مسوولين وايي، چې د مطالعې د کلتور د پياوړتيا له امله په خوست کې چاپي رسنۍ د ودې په حال کې دي.

دا مهال په دې ولايت کې په مختلفو نومونو شل چاپي خپرونې چې مجلې، اوونيزې او مهالنۍ په کې شاملې دي،په سياسي،فرهنګي،اجتماعي، روغتيايي،سپورټي او نورو برخو کې مطالب خپروي.

په تېره څه باندې يوه لسيزه کې په خوست ولايت کې لسګونو چاپي مطبوعاتو فعاليت کړی، خو تر لنډ مهال وروسته د اقتصادي او تخنيکي ستونزو پر اساس زياتره دغه مطبوعات له چاپه لوېدلي دي.

خو ليکوال او ژورنالېست محمد زمان نظري پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په خوست کې چاپي مطبوعات يو ځل بيا د ودې په حال کې لېدل کېږي.

هغه زياته کړه، له تېرو چاپي مطبوعاتو سره يې توپير دا يادېږي، چې مخکې يې مالي لګښت مرستندويه او خيريه موسسو ورکاوه، خو اوس د پلور او پېر له امله تر ډېره بريده پر ځان بسيا دي.

دى وايي : ” ورځ په ورځ د مجلو او نورو چاپي خپرونو بازار پرمختګ کوي. دا ځکه، چې له يوې خوا د خپرونو کيفيت ښه شوی او له بلې خوا لوستونکي زيات شوي.‟

په دې ولايت کې د تړون په نوم د اوونيزې مسوول مدير سپين روان نورزی بيا وايي، چې اوسني چاپي مطبوعات د پخوانيو هغو په پرتله د مطالبو د کيفيت له پلوه يو څه پياوړي ښکاري.

روان نورزي زياته کړه، د دې لپاره چې چاپي خپرونه يې زيات لوستونکي ولري، مطالبو ته په کې د خپرېدو لومړيتوب ورکوي، چې د خلکو بنسټيزې اړتياوې په کې بيان شوې وي.

هغه زياته کړه: ”هره ورځ يوه ګڼه له بلې ګڼې څخه ډيره خرڅيږي، په ښارکې يې اخيستونکي پيداشوي د خوست خلکو د مطبوعاتوله لوستلو سره عادت کړی او د خپل ذوق نوي چاپ کېدونکي مطبوعات لولي.‟

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسوولينو وغوښتل، چې ټول چاپي مطبوعات وخت ناوخته وڅاري او د کيفيت پر ښه کېدو يې ټينګار وکړي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدامين شاه الفت له پژواک اژانس سره په خبرو کې د چاپي مطبوعاتو وده او پراختيا په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پياوړتيا څرګنده نښه وبلله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.