ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني بڼوال له حکومته سړې خونې غواړي

د غزني بڼوال له حکومته سړې خونې غواړي

author avatar
25 Sep 2015 - 10:27
د غزني بڼوال له حکومته سړې خونې غواړي
author avatar
25 Sep 2015 - 10:27

غزني ښار (پژواک، ۳تله ۹۴): د غزني يو شمېر بڼوال او د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د مېوې د حاصلاتو کچه لوړه ده خو د خرڅلاو لپاره يې بازار شتون نه لري.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ يوه بڼوال علي حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال د مڼو د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه ده.

هغه زياته کړه: ((زه دوه باغه لرم، له دغو باغونو څخه مې نږدې ١٥٠٠ منه مڼې ترلاسه کړې خو تر اوسه کوم سوداګر نه دى پيدا شوى چې مڼې را څخه واخلي.))

د علي حسين په وينا، په دغه ولايت کې سړې خونې هم شتون نه لري چې بڼوال خپل حاصلات په کې وساتي او په وخت سره يې وپلوري.

د هغه د معلوماتو له مخې، په خواجه عمري ولسوالۍ کې د مڼو تر څنګ الوچې، الوبالو، بهي او د زردالوو باغونه شتون لري.

د غزني د اندړو ولسوالۍ يوه بڼوال احمد لودين هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د مېوې د حاصلاتو کچه لوړه ده خو د خرڅلاو بازار نه لري.

هغه وايي: ((زه د انګورو باغونه لرم، خو په دغه ولايت کې نا امني ډېره ده نو ځکه سوداګر نه راځي چې مېوې واخلي.))

ده وويل چې په دغه ولايت کې له سوداګرو څخه د طالب، اربکې او په نورو نومونو پيسې اخيستل کېږي نو ځکه سوداګر د سوداګرۍ لپاره زړه نه ښه کوي.

دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ د کنډر سيمې يوه بڼوال دلدارخان هم د مېوې لپاره د بازار له نه شتون څخه شکايت کوي او وايي: ((که څه هم سږ کال په غزني کې د نورو مېوو تر څنګ مڼو ښه حاصلات ورکړى خو داسې بازار لکه موږ يې چې تمه درلوده نشته.))

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې هر څه ژر په دغه ولايت کې د بڼوالو لپاره سړې خونې جوړې کړي تر څو خپل حاصلات په کې وساتي.

د غزني ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مشر سلطان حسين عباسيار هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت د مېوې د حاصلاتو کچه لوړه ده خو د خرڅلاو لپاره اړين بازار شتون نه لري.

هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې سړې خونې شتون نه لري څو بڼوال خپل حاصلات په کې وساتي او په وخت سره يې بازار ته عرضه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.