لښکرګا (پژواک، ٣٠ وږى ۹۴): د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په موسی کلا ولسوالۍ کې طالبانو هغه ښوونکي ګواښلي چې ښوونځيو ته له تلو او زده کوونکو ته د درس له ورکولو يې ډډه کوله.
د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالمتین جعفر پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د هلمند په شمالي ولسوالیو کې يې ځیني ښوونځي د روانو نا امنیو له امله بې برخلیک پاتې دي.
هغه زياته کړه: ((له موسى کلا ولسوالۍ نه ماته زما پرسونل خبر راکړ چې طالبان د پوهنې بهير پر وړاندې ګواښ نه دى؛ ځکه ځينو طالبانو استادان ګواښلي چې د ښوونځيو دروازې پرانيزي او زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.))
جعفر وايي: ((د طالبانو له دې کار نه زه ډېر خوښ يم خو يواځې د نا امنيو له امله زموږ ښوونکي او شاګردان په ځينو سيمو کې نه شي کولاى ښوونځيو ته ولاړ شي.))
ده وويل چې په دې وروستيو کې د يو شمېر تړل شوو ښوونځيو دروازې يې د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي او د نورو د پرانيستلو هلې ځلې يې روانې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په موسى کلا ولسوالۍ کې ١٦، په کجکي ٦، په سنګين کې ١٢ او په نوزاد ولسوالۍ کې دوه ښوونځي شتون لري چې ځيني يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.
جعفر دا هم وويل چې څو ورځې وړاندې په موسى کلا ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي درسي توکي، مېزونه او څوکۍ غلا شوي خو دا کار طالبانو نه دى کړى.
دغه راز د هلمند والي ميرزاخان رحيمي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تړل شوو ښوونځيو د خلاصون په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.
والي په دې اړه چې ايا طالبان د پوهنې له بهیر سره مرسته کوي او که يې پر وړاندي خنډونه جوړوي؟ څه ونه ويل، خو زیاته یې کړه: ((د پوهنې له ریاست سره باید هر څوک مرسته وکړي.))
هغه وويل: ((زه هڅه کوم چې په هلمند کې ټولو ښوونځيو ته لاسرسى ولري.))
خو د سنګین د پوهنې مدیر معلم عبدالله جان پژواک ته وویل چې د نا امنيو له امله زده کوونکو او ښوونکي نه شي کولاى په دوامداره توګه ښوونځيو ته ولاړ شي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې د نا امنۍ ستونزې نه وي، طالبان د زده کړو پر وړاندې خنډ نه دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن