ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند تړل شوي ښوونځي بېرته فعالېږي

د هلمند تړل شوي ښوونځي بېرته فعالېږي

author avatar
25 Sep 2015 - 11:17
د هلمند تړل شوي ښوونځي بېرته فعالېږي
author avatar
25 Sep 2015 - 11:17

لښکرګا (پژواک، ٣٠ وږى ۹۴): د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي  وايي، په موسی کلا  ولسوالۍ  کې طالبانو هغه ښوونکي ګواښلي چې ښوونځيو ته  له تلو او زده کوونکو ته د درس له ورکولو يې ډډه کوله.

د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالمتین جعفر پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د هلمند په شمالي ولسوالیو کې يې ځیني ښوونځي د روانو نا امنیو له امله بې برخلیک پاتې دي.

هغه زياته کړه: ((له موسى کلا ولسوالۍ نه ماته زما پرسونل خبر راکړ چې طالبان د پوهنې بهير پر وړاندې ګواښ نه دى؛ ځکه ځينو طالبانو استادان ګواښلي چې د ښوونځيو دروازې پرانيزي او زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.))

جعفر وايي: ((د طالبانو له دې کار نه زه ډېر خوښ يم خو يواځې د نا امنيو له امله زموږ ښوونکي او شاګردان په ځينو سيمو کې  نه شي کولاى ښوونځيو ته ولاړ شي.))

ده وويل چې په دې وروستيو کې د يو شمېر تړل شوو ښوونځيو دروازې يې د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي او د نورو د پرانيستلو هلې ځلې يې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په موسى کلا ولسوالۍ کې ١٦، په کجکي ٦، په سنګين کې ١٢ او په نوزاد ولسوالۍ کې دوه ښوونځي شتون لري چې ځيني يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

جعفر دا هم وويل چې څو ورځې وړاندې په موسى کلا ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي درسي توکي، مېزونه او څوکۍ غلا شوي خو دا کار طالبانو نه دى کړى.

دغه راز د هلمند والي ميرزاخان رحيمي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تړل شوو ښوونځيو د خلاصون په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

والي  په دې اړه  چې ايا  طالبان د پوهنې له بهیر سره مرسته کوي او که يې پر وړاندي خنډونه  جوړوي؟ څه ونه ويل، خو زیاته یې کړه: ((د پوهنې له  ریاست سره باید هر څوک مرسته وکړي.))

هغه وويل: ((زه هڅه کوم چې په هلمند کې ټولو ښوونځيو ته لاسرسى ولري.))

خو د سنګین د پوهنې مدیر معلم عبدالله جان  پژواک ته وویل چې د نا امنيو له امله زده کوونکو او ښوونکي نه شي کولاى په دوامداره توګه ښوونځيو ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د نا امنۍ ستونزې نه وي، طالبان د زده کړو پر وړاندې خنډ نه دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.