ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د کډوالو پر ښارګوټي له څوارلس کلن انتظار وروسته کار پيلېږي

د کندهار د کډوالو پر ښارګوټي له څوارلس کلن انتظار وروسته کار پيلېږي

author avatar
25 Sep 2015 - 11:01
د کندهار د کډوالو پر ښارګوټي له څوارلس کلن انتظار وروسته کار پيلېږي
author avatar
25 Sep 2015 - 11:01

کندهار ( پژواک،۳تله٩٤ ): د کندهار ولايت د کډوالو چارو رييس وايي، ټاکل شوې ده په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره پر ځانګړي شوي ښارګوټي کار پيل شي او ټولو هغو کډوالو ته د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې کندهار ته راستانه شوي دي.

محمدعظيم نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل، کندهار ته په تېرو څوارلسو کلونو کې له پاکستان او ايران څخه زرګونه کډوال بېرته راستانه شوي، خو اړوندې ادارې ورسره د امکاناتو د نشتوالي له امله هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

د ده په خبره، له راستنېدونکو کډوالو سره يوازې د کډوالو نړيوال سازمان (UNHCR) مالي مرسته کړې، خو د کډوالو چارو رياست په دغه کار کې پاتې راغلى.

هغه زياته کړه، د کډوالو چارو وزارت په تېرو ١٣ کلونو کې ان دومره و نه توانېده چې په ځانګړې شوي ښارګوټي کې کډوالو کورنيو ته د استوګنې يوه- يوه نمره بېله کړي.

دى وايي، کلونه وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مارغر سيمه کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ١٢ جريبه ځمکه بېله شوې، دا چې په دې ځمکه کې ډېر ماينونه خښ وو، په ډېر کړاو يې اړوندې موسسې دې ته چمتو کړې چې دغه ځمکه له ماينونو پاکه کړي.

د نوموړي په وينا، د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې په وار وار د کډوالو چارو وزارت پلاوي راغلل او دغه راز په خپله يې هم په لسګونو مکتوبونه ور ولېږل، خو له ژمنو سربېره د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل نه شو.

نوابي وويل، په دې وروستيو کې د کډوالو چارو د نوي وزير په راتګ ورسره ژمنه شوې چې ډېر ژر به په کندهار کې د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل شي او کډوالو ته به د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي.

دى وايي، تر دې مهاله ورسره تر ٣ زره ډېرو کډوالو کورنيو نومونه ثبت کړي چې بايد ځمکې ورکړل شي.

خو نوموړي دا هم وويل چې په پنجوايي کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ١٢ جريبه ځمکه بسنه نه کوي، په همدې بنسټ په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د يوه بل ښارګوټي لپاره ٦ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې د جوړولو لار څاري.

د کډوالو چارو رييس په روان کال کې کندهار ته د راستنو شوو کډوالو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل په روان ٢٠١٥ زېږديز کال کې له پاکستان څخه د سپين بولدک له لارې له ١٠٠٠ څخه زياتې کډوالې کورنۍ بيرته خپل هېواد ته را ستنې شوې دي.

دى وايي، تېر کال د همدغه کال تر پايه له همدې لارې ١٠٨٠ کورنۍ راستنې شوې وې، خو سږ کال به يې شمېر د تېر کال په پرتله لوړ شي.

د ده په خبره، په ټوليزه توګه د تېرو کلونو په پرتله له هر کال څخه بل ته د کډوالو د بيرته راستنېدو کچه ټيټه شوې چې لامل يې نا امني، بې کاري، د سرپناه نشتوالى او ګڼې نورې ستونزې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.