ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت دې د هلمند د چاه انجير تصدي فعاله شي

حکومت دې د هلمند د چاه انجير تصدي فعاله شي

author avatar
26 Sep 2015 - 10:25
حکومت دې د هلمند د چاه انجير تصدي فعاله شي
author avatar
26 Sep 2015 - 10:25

لښکرګاه (پژواک،٤تله۹۴): په هلمند ولايت کې د چاه انجير تصدۍ چارواکي له حکومته غواړي چې د هېواد په ودانيزو چارو کې د پرمختګ په موخه دې دغه تصدي بېرته فعاله کړي.

ياده تصدي شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د امريکايې کمپنۍ موريسن له خوا د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې جوړه شوې ده خو د کورنيو جګړو له امله يې وسايل لوټ شوي دي.

يادې تصدۍ د برېښنا د بندونو، کانالونو، سړکونو، ويالو، بلاکونو  او د موټرو د پرزو د جوړولو په برخه کې فعاليت کاوو.

د چاه انجير تصدۍ مشر معلم شاه ولي خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد دغه تصدي بېرته فعاله کړي تر څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او په رغنيزو چارو کې پرمختګ وشي.

هغه زياته کړه: ((دغه  دستګاه   بنسټیز ارزښت لري، دا تصدي وه، خو د تېرو دونیمو لسیزو په دوران  کې د وخت  د زورواکو له خوا چور شوه او ډېر وسایل یې چې روغ هم وو، د وسپنو په ډول  پر پاکستان او ګاونډیو هېوادونو  وپلور ل شول.))

د هغه په وينا، شاوخوا شپږ کاله وړاندې بهرنيو ځواکونو په دې تصدۍ کې پوځې اډه جوړه کړه چې له امله يې د دې تصدۍ پاتې وسايل هم له کاره ووتل.

نوموړي  زیاته کړه: ((کلونه  وړاندې چې  کله د چاه انجیر د ستګاه فعاله وه  د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه  يې مسلکي کارګران را جلب کړل  په لږ وخت کې يې ډېر کارونه وکړل په ډېرو  ولایتونو کې يې د اوبو بندونه، لويې فامیلۍ، دولتي تاسیسات او لارې جوړې کړې.))

ده وويل چې هغه مهال په دې تصدۍ کې څه د پاسه پنځلس زره کسانو کار کاوو او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې څانګې هم درلودې.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې په دې تصدۍ کې يواځې ١٠٣ تنه کار کوي او له ٣٧ زره پرزو څخه يواځې ١٨ زره پرزې يې د زړو اوسپنو په څېر پاتې دي.

شاولي وايي چې ولشسمشر محمداشرف غني بايد له ژمنې سره سم ورته تصديو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او بېرته يې فعالې کړي.

ده وويل: ((که د پخوا په شان يې نه فعالوي حد اقل د هغه په نيمايې وسايل خو دې ورته واخلي او فعاله دې کړي.))

د چاه  انجیر تصدۍ د تخنیکي برخې مسوول غلام  محمد پژواک ته وويل چې چاه انجير يواځېنۍ تصدۍ وه چې د هېواد په کچه يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.