د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت دې د هلمند د چاه انجير تصدي فعاله شي

حکومت دې د هلمند د چاه انجير تصدي فعاله شي

Sep 26, 2015 - 10:25

لښکرګاه (پژواک،٤تله۹۴): په هلمند ولايت کې د چاه انجير تصدۍ چارواکي له حکومته غواړي چې د هېواد په ودانيزو چارو کې د پرمختګ په موخه دې دغه تصدي بېرته فعاله کړي.

ياده تصدي شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د امريکايې کمپنۍ موريسن له خوا د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې جوړه شوې ده خو د کورنيو جګړو له امله يې وسايل لوټ شوي دي.

يادې تصدۍ د برېښنا د بندونو، کانالونو، سړکونو، ويالو، بلاکونو  او د موټرو د پرزو د جوړولو په برخه کې فعاليت کاوو.

د چاه انجير تصدۍ مشر معلم شاه ولي خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد دغه تصدي بېرته فعاله کړي تر څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او په رغنيزو چارو کې پرمختګ وشي.

هغه زياته کړه: ((دغه  دستګاه   بنسټیز ارزښت لري، دا تصدي وه، خو د تېرو دونیمو لسیزو په دوران  کې د وخت  د زورواکو له خوا چور شوه او ډېر وسایل یې چې روغ هم وو، د وسپنو په ډول  پر پاکستان او ګاونډیو هېوادونو  وپلور ل شول.))

د هغه په وينا، شاوخوا شپږ کاله وړاندې بهرنيو ځواکونو په دې تصدۍ کې پوځې اډه جوړه کړه چې له امله يې د دې تصدۍ پاتې وسايل هم له کاره ووتل.

نوموړي  زیاته کړه: ((کلونه  وړاندې چې  کله د چاه انجیر د ستګاه فعاله وه  د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه  يې مسلکي کارګران را جلب کړل  په لږ وخت کې يې ډېر کارونه وکړل په ډېرو  ولایتونو کې يې د اوبو بندونه، لويې فامیلۍ، دولتي تاسیسات او لارې جوړې کړې.))

ده وويل چې هغه مهال په دې تصدۍ کې څه د پاسه پنځلس زره کسانو کار کاوو او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې څانګې هم درلودې.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې په دې تصدۍ کې يواځې ١٠٣ تنه کار کوي او له ٣٧ زره پرزو څخه يواځې ١٨ زره پرزې يې د زړو اوسپنو په څېر پاتې دي.

شاولي وايي چې ولشسمشر محمداشرف غني بايد له ژمنې سره سم ورته تصديو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او بېرته يې فعالې کړي.

ده وويل: ((که د پخوا په شان يې نه فعالوي حد اقل د هغه په نيمايې وسايل خو دې ورته واخلي او فعاله دې کړي.))

د چاه  انجیر تصدۍ د تخنیکي برخې مسوول غلام  محمد پژواک ته وويل چې چاه انجير يواځېنۍ تصدۍ وه چې د هېواد په کچه يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې وه.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې حکومت غواړي پر خپلو  پښو ودرېږي، دې ډول بنسټیزو تصدیانو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي څو له دوامداره احتیاج او ستونزو څخه خلاص شي.))

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((هغه وخت چې دا دستګاه فعاله وه زما پلار په کې کار کاوه او دغه تصدي د حکومت تر ټولو بريالۍ پروژه وه.))

ده هم له حکومتي چارواکو د يادې تصدۍ د بېرته فعالېدو غوښتنه وکړه.

 

 

 

 

 

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan