ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى  ووژل شو

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ووژل شو

author avatar
26 Sep 2015 - 12:02
د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى  ووژل شو
author avatar
26 Sep 2015 - 12:02

کابل(پژواک،٤ تله  ٩٤): د کورنيو چارو وزارت له  نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت په تخار،هرات،پروان، بدخشان او ننګرهار ولايتونو کې د يوه قاچاق وړونکي د وژل کېدو او د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

 د ياد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تخار ولايت مرکز دتالقانو ښار اړوند سيمه کې د پوليسو په عملياتو کې ١٥ کيلو هيروئين ترلاسه شوي، په وسله واله نښته کې يو تن قاچاق وړونکى وژل شوى او يوبل تن نيول شوى دى.

سرچينه وايي، چې په پروان ولايت کې هم د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې پوليسو٢٤ کيلوګرامه ترياک له يوه موټر څخه کشف او يوشکمن تن نيولى دى.

دکورنيو چارو وزارت په ننګرهار ولايت کې د ٢٥ کيلوګرامه هيروئينو او په بدخشان کې د ١١ کيلو چرسو د ترلاسه کولو خبر ورکړى او وايي چې  په دې اړوند درې تنه د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

دغه راز ٢٥ کيلوګرامه هيروئين چې د يوه کرولا موټر په ټانکۍ کې ځاى پرځاى شوي و د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو سيمه کې کشف او ضبط شوي دي.

په هرات کې هم له ١٦ کيلوګرامو څخه زيات هيروئين له يوه موټر څخه ترلاسه شوي او يو شکمن تن نيول شوى دى.  

د يادونې ده، چې تېره اوونۍ په هرات کې د له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو١٨ کيلوګرامه هيروئين هم ترلاسه کړل او يوتن يې ونيول شو.  

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.