سرپل (پژواک، ٥ تله ٩٤): په سرپل کې د "ذوالفقار" په نوم د يوې ناقانونه وسله والې ډلې مشر سيدهاشم د ناپېژاندو کسانو په بريد کې ووژل شو.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال عنايت الله حبيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيدهاشم تېره شپه د دغه ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په پاله سيمه کې وژل شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
د سيدهاشم د وژنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ګوسفندي د ولسوال غلام سخي ويرا د معلوماتو له مخې، د ذوالفقار ياده ناقانونه وسله واله ډله له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې د سرپل بلخاب، سنګچارک او ګوسفندي ولسواليو او د بلخ په زارع ولسوالۍ کې فعاليت لري.
هغه وايي چې دغه ډله له خلکو په زور عشر اخلي او خلک ځوروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن