ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: فقر او غربت اوس هم په افغانستان کې ستره ننګونه ده

عبدالله: فقر او غربت اوس هم په افغانستان کې ستره ننګونه ده

author avatar
27 Sep 2015 - 11:06
عبدالله: فقر او غربت اوس هم په افغانستان کې ستره ننګونه ده
author avatar
27 Sep 2015 - 11:06

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٤): د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته ويلي چې افغانستان په ځينو برخو کې پرمختګونه کړي، خو زياته کړې يې ده چې فقر او غربت اوس يوه ستره ننګونه ده.

اجرائيه رييس چې د افغانستان په استازيتوب د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه نيويارک کې دى، يادې څرګندونې يې يوې ځانګړې غوندې ته کړې دي.

له هغه سره په تللي پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د دغه وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى او ځيني نور کسان شامل دي.

ياده غونډه چې (تر ٢٠١٥ کال وروسته د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام) تر نامه لاندې جوړه وه پکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړو استازو پکې ويناوې وکړې

ډاکټر عبدالله يادې غونډې ته د وينا پر مهال د خپل حکومت له اړخه ژمنه ورکړه چې په افغانستان کې  د پرمختګ اوږودمهالې پروژې پلې کوي.

هغه زياته کړه چې افغانستان په دې وروستيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګونه کړي خو ويې ويل چې اوس هم فقر او غربت په افغانستان کې له سترو ننګونو څخه دى.

ده زياته کړه: ((افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام پلي کولو ته ژمن دى، موږ هڅه کوو چې تر ٢٠٣٠ کاله پورې ټول پراختيايي پروګرامونه پلي کړو.))

د هغه په وينا، د افغانستان حکومت به هڅه وکړي چې په لرو پرتو سيمو او کليو کې خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي.

عبدالله وويل چې ولسمشر اشرف غني هم غواړي چې د لرو پرتو سيمو اوسېدونکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي.

د حکومت اجرائيه رييس وويل چې په افغانستان کې د غربت کچه ٣٦ سلنه ده، خو حکومت هڅه کوي چې دا کچه ټيټه کړي.

نوموړي زياته کړې چې افغانستان د ښځو حقوقو، زده کړې او ځينو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.