کابل (پژواک، ٥ تله ٩٤): پاکستان يو ځل بيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپل رول لوبولو او همکارۍ ته لېوالتيا ښودلې ده.
دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په نيويارک کې د افغانستان په اړه د يوې ځانګړې غونډې پر مهال کړې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د چين، امريکا، ايران او اروپايي اتحاديې استازي هم ګډون کړى و.
سرتاج عزيز ويلي چې د افغان سولې په اړه د پاکستان هلې ځلې او هڅې بايد په غلط ډول تعبير نه شي.
نوموړي يو ځل بيا له افغانستان سره خپل يووالى څرګند کړى او زياته کړې يې ده چې د افغانستان سوله د پاکستان د ثبات لپاره اړينه ده.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار هيله څرګنده کړه چې د سولې ځنډېدلې پروسه به ډېر ژر بېرته پيل شي.
هغه زياته کړه، هېواد يې تيار دى چې د افغان سولې له پروسې سره همکاري وکړي او اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف يادې غونډې ته د وينا پر مهال د افغانستان سولې لپاره پر سيمه ييزو او نړيوالو هڅو ټينګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن