ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ډنډغوري کې د دولت او سپين ږيرو ترمنځ هوکړه ليک د خلکو په ګټه دى”

“ډنډغوري کې د دولت او سپين ږيرو ترمنځ هوکړه ليک د خلکو په ګټه دى”

author avatar
27 Sep 2015 - 20:53
“ډنډغوري کې د دولت او سپين ږيرو ترمنځ هوکړه ليک د خلکو په ګټه دى”
author avatar
27 Sep 2015 - 20:53

پلخمري (پژواک ٥ تله ٩٤): د بغلان ولايت د ډنډغوري سيمې يو شمېر اوسېدونکو د سپين ږيرو او دولت ترمنځ هوکړه ليک په خپله ګټه بولي، خو ځينې نور وايي چې د هوکړه ليک ځينې مادې چې له يادې ډلې څخه يې د نورو سيمو د طالبانو ايستل دي، نه دي عملي شوې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل په مشرۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ پنځه کسيز پلاوى، د وږي مياشتې په ١٢ مه نېټه بغلان ته لاړ او له لسو ورځو وروسته د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او ليدنو په درشل کې، د پلخمري ښار د ډنډغوري سيمو له مشرانو سره يو نه ماده يي هوکړه ليک لاسليک کړ.

په دغه هوکړه ليک کې راغلي، د بلاکونو له سيمې څخه نيولې د پلخمري-مزارشريف سړک په اوږدو کې تر چشمه شير پورې چې د ډنډغوري اړوند سيمه ده، بايد کوم پوځي بريد، جګړه او مزاحمت ونه شي، د دهنه غوري له لرخابي لارې هر ډول جګړه ييز او پوځي فعاليت منع دى او که چېرې د يادې لارې په اوږدو کې جګړه کېږي، نو د امنيتي پوستې له لارې به ورسره مرسته کېږي.

د هوکړه ليک په بله برخه کې راغلي، دولتي ارګانونه د سيمه ييزو سپين ږيرو له اجازې پرته نه شي کولى چې څوک زنداني او يا ونيسي او که څوک په سيمه کې ګډوډي رامنځته کړي، نو د سپين ږيرو له لوري به امنيتي بنسټونو ته تسليمېږي.

د هوکړه ليک په بله برخه کې راغلي، بېځايه شويو کسانو ته د بېرته راستنېدو زمينه برابره شي.

په دې وروستيو کې ډېرى هغه ٢٥٠ کورنۍ چې له ډنډغوري څخه د جګړې له امله د پلخمري وزيراباد او حسېن خېلو سيمو ته کډه شوې وې، يو ځل بيا خپلو کورونو ته راستنې شوې او د ياد هوکړه ليک لاسليک د ځان په ګټه بولي.

د ډنډغوري د ګودانونو سيمې اوسېدونکى عبدالحکيم وايي، د يوه نيمې مياشتې لپاره يې د وزير په يوه جومات کې ژوند کاوه چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و، خو دوه ورځې کېږي چې يو ځل بيا خپل کور ته راستانه شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ وړوکى اختر په جګړه او نااراميو کې تېر کړ او خلکو د اختر لمونځ په لرې پرتو سيمو کې چې ارامې وې، وکړ، خو په لوى اختر کې ارامي وه او خلکو په خوشالۍ سره اختر تېر کړ."

دغه اوسېدونکى زياتوي، طالبان په سيمه کې فعاليت کوي او دوه پاټکونه يې د نوي ښار او د خواجه کلا په سيمو کې جوړ کړي او له بار وړونکو موټرونو محصول اخلي، خو خلکو ته کومه ستونزه نه راولاړوي.

د ډنډغوري د وردګو کلي اوسېدونکى محمد افضل وايي: "له کومې ورځې راهيسې چې هوکړه شوې، موږ فکر کوو چې له مور نوي پيدا شوي يو، تر اوسه پورې مو د يوې چاودنې او ډزو اواز هم نه دى اورېدلى او ټول خلک په خپلو کارونو بوخت دي."

د ډنډغوري د ګوهرګانو سيمې اوسېدونکى عبدالقادر هم وايي، امنيت ورته د حيات د اوبو په څېر دى، ځکه د يادې سيمې ډېرى اوسېدونکي کروندګر دي او په خپله هم چې يو بزګر دى، د سلو زرو افغانيو په ارزښت يې خربوزې او هندواڼې پېرلي دي.

ياد بزګر وويل چې جګړه د دې لامل کېده، چې دوى خپل حاصلات هم ټول نه کړل شي او هيله لري چې تلپاتې سوله راشي، طالبان له سيمې لاړ شي او دولت هم نور د توپونو ډزونه ونه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.