کابل (پژواک، ۶ تله ۹۴): د چارو شنونکي وايي، د هېواد په ختيځ او شمال کې ځکه امنيتي وضعيت خراب شوى چې پاکستان غواړي د پېښور د وروستي بريد غچ واخلي او له ختيځ نه شمال ته د مخالفينو تګ ته لاره هواره کړي.
په دې وروستيو کې د هېواد په ختيځو ولايتونو په تېره بيا ننګرهار، په شمالي ولايتونو او کندوز کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.
د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليتونه ډېر شوي او سبايي وخت وسله وال مخالفين د کندوز ښار ځينو سيمو ته ننوتي او اوس هم هلته جګړه روانه ده.
د چارو شنونکي محمد يونس فکور يادو نا امنيو ته په پام پژواک ته وويل، پاکستان غواړي د پېښور د وروستي بريد غچ واخلي.
پاکستاني طالبانو د وږي په ٢٨مه د پېښور په بډه بېره سيمه کې د پاکستان پر يوې پوځي اډې بريد وکړ چې ٢٦ پاکستاني پوځيان او ١٣ بريدګر په کې ووژل شول.
خو تر بريد وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې دغه بريد په افغانستان کې پلان شوى و. افغان چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.
د فکور په اند وسله والو مخالفينو د پاکستان په اشاره ځکه پر ننګرهار او کندوز تمرکز کړى چې فکر کوي هلته به د محلي حکومت له ضعف څخه په ګټې اخيستنې لاسته راوړنې ولري.
د هغه په وينا، پاکستان غواړي په يادو سيمو کې د نفوذ له لارې وسله وال له پاکستان څخه د هېواد شمال او بيا مرکزي اسيا هېوادونو ته واستوي.
د پوځي چارو پوه او متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت هم وايي په کندوز او ننګرهار کې ځکه ناامنۍ زياتې شوې چې پاکستان غواړي د پېښور د وروستې پريد غچ له افغانانو واخلي.
په ننګرهار کې يو شمېر وسله وال د داعش تر بيرغ لاندې فعاليت کوي، خو طاقت وايي: "په ننګرهار کې داعش نشته دا د پاکستان پوځ دى چې راغلى او دلته جنګېږي."
هغه زياتوي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه او په سترو پوځي پوستونو د "نا اهله" کسانو ګومارل د دې ناامنيو فرعي عوامل دي.
دی زياتوي، پاکستان نه غواړي هغه امتيازونه چې له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم يې له نړيوالې ټولنې ترلاسه کوي، له لاسه ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن