ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شاوليکوټ کې  ٢٨ وسله وال وژل شوي

په شاوليکوټ کې ٢٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Sep 2015 - 15:32
په شاوليکوټ کې  ٢٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Sep 2015 - 15:32

کندهار (پژواک، ٦ تله ٩٤):  د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې چاڼيز عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې ٢٨ وسله وال وژل شوي او ٤ نور ژوندي نيول شوي دي.

بلخوا په ميوند ولسوالۍ کې پر دريو ماشومانو د ماين چاودنه شوې، يو تن يې وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي، د دې تر څنګ په ارغنداب ولسوالۍ کې يو ملکي وګړى د نامعلومو کسانو له خوا په دار ځړول شوى دى.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل افغان ګډو ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو ډېر تمرکز د يادې ولسوالۍ په ځنګل سيمه کې دى، چېرې چې د وسله والو فعاليتونه په دې وروستيو کې ډېر شوي وو.

دى وايي، د عملياتو په پايله کې ٢٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى ګڼ شمېر وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ده په خبره، په عملياتو کې له وسله والو سره د تړاو په شک ٤ تنه نيول شوي دي، چې دا مهال ورڅخه پلټنې روانې دي.

درانى زياتوي، دغه عمليات به تر هغه مهاله دوام وکړي چې سيمه له وسله والو پاکه شي.

هغه دغه راز وويل چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دغه عمليات داسې مهال تر سره کېږي چې څو ورځې وړاندې د کندهار- اروزګان لاره د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوې وه چې له همدې ولسوالۍ څخه تېرېږي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د ميوند ولسوالۍ په شېرعلي کارېز سيمه کې پر دريو ماشومانو د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې يو يې وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د امنيې قواندانۍ وياند ضيا درانى وايي، ماشومان پر بايسکل سپاره وو چې په لاره کې د وسله والو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.