ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلانو د ملګرو ملتونو استازي ، د امريکا او بريتانيا سفيرانو د احضار غوښتنه وکړه

ځينو وکيلانو د ملګرو ملتونو استازي ، د امريکا او بريتانيا سفيرانو د احضار غوښتنه وکړه

author avatar
28 Sep 2015 - 17:10
ځينو وکيلانو د ملګرو ملتونو استازي ، د امريکا او بريتانيا سفيرانو د احضار غوښتنه وکړه
author avatar
28 Sep 2015 - 17:10

کابل ( پژواک، ٦ تله ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېرغړو حکومت د ناامنيو د پراختيا په مخنيوي کې ګرم وباله او په هېواد کې يې د نا امنيو په تړاو  مجلس ته د ملګرو ملتونو استازي، د امريکا او بريتانيا سفيرانو د وربللو غوښتنه وکړه.

 په ولسي جرګه کې د باميانو خلکو استازي عبدالرحمن شهيداني نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې امنيتي مسوولين د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د جدي تدبير په نه درلودو تورن کړل  او زياته يې کړه :"  د کندوز په ولايت کې د خلکو سر او مال خوندي نه دى او پړه يې د وسله والو ځواکونو د اعلى قوماندان پر غاړه ده."

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه څو  له وسله والو مخالفينو سره په کندوز کې د جدي مبارزې لپاره تدبيرونه تر لاس لاندې ونيسي ، نوموړي زياته کړه: " که کندوز سقوط شي، تخار، بدخشان او بغلان پرله پسې سقوط کوي."

وسله والو طالبانو تېره شپه ٢ بجې، له څلورو استقامتونو څخه د درندو  او سپکو وسلو پرمټ پر کندوز ښار بريد وکړ،چې د لومړۍ او څلورمې ناحيو ځينې سيمې يې لاندې کړې.

نښته د نن سهار تر اتو بجو په ښار کې د ننه روانه وه او د ځينو راپورنو له مخې طالبانو له غرمي مخکې شاوخوا ١١ بجې له ځينو سيمو شاتګ کړى دى.

په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي انجينر شيرولي وردګ وويل : " هم خلک او هم د هغوى استازي چيغې وهي چې امنيتي وضعيت کړکيچن دى؛ خو څوک نشته چې پاملرنه وکړي! که پاملرنه ونه شي وضعيت به نور هم خراب شي."

نوموړي له جرګې څخه غوښتنه وکړه، څو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازى، د امريکا او بريتانيا سفيران مجلس ته وروغواړي؛ ځکه د جګړې ريموټ د هغوى په لاس کې دى او د جګړې د دفاع توان هم هغوى لري.

نوموړي وويل، چې د خلکو استازي بايد د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او هېواد کې د امنيت ټينګښت لپاره هڅه وکړي.

د کابل خلکو استازي زمرک پادخوابي او د جرګې ځينو نورو غړو  د شير ولي وردګ خبرې  تاييد کړې او مجلس ته يې د ملګرو ملتونو استازي، د امريکا او بريتانيا سفيرانو د وربللو غوښتنه وکړه.

پادخوابي، د طالبانو او داعش جوړې شوې ډلې د بهرنيانو پروژې وبللې او زياته يې کړه : "  په هېواد کې د هر راز ترهګرو ډلو جوړول موږ ته د منلو او زغملو وړ نه دي."

په جرګه کې د فارياب د خلکو استازي نقيب الله فايق د کندوز نننۍ جګړې ته په اشارې سره وويل:((طالبان په وروستيو لسو کلونو کې ښارونو ته دومره نه وو نږدې شوي، اوس يې ددې وړتيا پيدا کړې چې ښار ته راشي، موږ نه شو کولى چې خپل ښارونه د پاکستان له استخباراتو وساتو، معامله شوې، پرېښې يې دي چې تدارکات وکړي او سرتېري ونيسي.))

هغه د کندوز والي تورن کړ چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره يې همکاري کړې ده:((د کندوز والي له طالبانو سره لاس لري ، په داسې حال کې لوى درستيز او د قول اردو قوماندان نه شي کولى چې د شمال پر وضعيت کنټرول ولري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.