ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړي: د کندوز والي او لوړپوړي امنيتي چارواکي دې اعدام شي

د مشرانو جرګې غړي: د کندوز والي او لوړپوړي امنيتي چارواکي دې اعدام شي

author avatar
29 Sep 2015 - 15:10
د مشرانو جرګې غړي: د کندوز والي او لوړپوړي امنيتي چارواکي دې اعدام شي
author avatar
29 Sep 2015 - 15:10

کابل ( پژواک، ٧ تله ٩٤): د مشرانو جرګې مشر او يو شمېر غړي، د طالبانو له خوا د کندوز ښار په نيولو کې ولايتي چارواکي ګرم بولي او وايي چې د کندوز والي او امنيتي چارواکو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د کندوز ښار ډېرې برخې  ونيولې، ډېرې وسلې او مهمات يې تر لاسه کړل او اوس هم د دې ښار ډېرې برخې د هغوى په لاس کې دي . چارواکي وايي د کندوز د زندان ٤٠٠ زندانيان هم تښتېدلي دي.

حکومتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي، محبس او امنيه قومانداني يې بېرته نيولي دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې چې شاوخوا ٣٠ تنه په کې حاضر وو، د کندوز پر ولايتي چارواکو سختې نيوکې وشوې.

د دې جرګې غړي شېرمحمد اخوندزاده وويل چې وسله والو د کندوز ښار طالبانو په زور نه دى نيولى، بلکې د يوې معاملې له مخې ورته سپارل شوى دى.

د ده په وينا، بايد وپوښتل شي چې امنيتي ځواکونو ولې په داسې حال کې شا تګ کړى چې په کندوز کې ډېرو وسلو او مهماتو شتون درلود.

د شېرمحمد په وينا، وسله والو طالبانو په کندوز ښار کې د وسلو يو شمېر ډېپوګانې، ټانکونه او رېنجر موټر نيولي او بانکونه، د سرو زرو هټۍ او د خلکو مالونه يې لوټ کړي دي.

هغه وويل چې په دې برخه کې د کندوز د والي، امنيه قوماندان، د امنيت رييس او په کندوز کې د ملي اردو د لوا د قوماندان غفلت، ملي خيانت دى او دغه کسان بايد اعدام شي. 

 دى وايي چې حکومت بايد يا دغه کسان اعدام کړي او يا هم لويه جرګه راوغواړي او حکومت هغو کسانو ته وسپاري چې د پر مخ بيولو توان يې لري.

د ده د څرګندونو له مخې، که جدي پاملرنه ونه شي کېداى شي هلمند او ځينې نورې سيمې هم د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي.

د دې جرګې بل غړي فيصل سميع هم حکومت ناکام وباله او ويې ويل د کندوز پېښې وښوده چې حکومت نه شي کولاى د تېرو ١٣ کلونو لاسته راوړنې وساتي.

د ده د معلوماتو له مخې، د کندوز له زندان څخه ٦٠٢ تنه زندانيان تښتېدلي او په دې کسانو کې د طالبانو له خوا کندوز او بغلان ته د طالبانو نومول شوي واليان هم شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.