ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د کندوز حالات له نږدې څارو

امريکا: د کندوز حالات له نږدې څارو

author avatar
30 Sep 2015 - 13:26
امريکا: د کندوز حالات له نږدې څارو
author avatar
30 Sep 2015 - 13:26

واشنګټن (پژواک، ٨ تله ٩٤): سپينې ماڼۍ پر کندوز ښار د طالبانو بريد وغانده او د امريکا د دفاع وزارت هيله من دى چې افغان ځواکونه به بېرته دغه ښار ونيسي.

دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه وکړل او تر څو ساعته جګړې وروسته يې ياد ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د امريکا سپينې ماڼۍ د طالبانو له خوا د کندوز ښار نيول په کلکه غندلى او زياته کړې يې ده چې افغان ځواکونو په برياليتوب سره د ښار د بېرته نيولو عمليات پيل کړي دي.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې امريکا دغه بريد غندي او په دې حالاتو کې له افغانانو او د افغانستان له سولې او امنيت سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

سرچينې زياته کړې چې افغان ځواکونو د کندوز ښار د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي او يو شمېر دولتي ودانۍ يې بېرته نيولې دي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې د کندوز حالت نازک وباله.

د سپينې ماڼۍ وياند وويل چې امريکا، متحدين او ګاوڼدي هېوادونه د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د  ملي يووالي حکومت او د دغه هېواد له ملي ځواکونو ملاتړ کوي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کوک ويلي چې امريکايي ځواکونو له افغان ولسمشر سره له نږدې کار کوي، څو د افغان ځواکونو وړتياوې زياتې کړي.

هغه هم د کندوز حالت نازک وباله او زياته يې کړه چې دوى د کندوز حالات له نږدې څاري.

د پيټر په وينا، پرون سهار  امريکايي ځواکونو په کندوز ښار کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، څو هغه ګواښونه له منځه يوسي چې په دغه ولايت کې افغان او امريکايي ځواکونو وسره مخ دي.

نوموړي ومنله چې په کندوز ولايت کې د ناټو يو شمېر سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې لپاره شتون لري.

د امريکا د دفاع وزارت وياند هيله من دى چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د کندوز ښار بېرته له وسله والو طالبانو وينسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.