ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما: له افغان جګړې ترلاسه شوې تجربه د داعش پر ضد کاروو

اوباما: له افغان جګړې ترلاسه شوې تجربه د داعش پر ضد کاروو

author avatar
30 Sep 2015 - 10:50
اوباما: له افغان جګړې ترلاسه شوې تجربه د داعش پر ضد کاروو
author avatar
30 Sep 2015 - 10:50

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې له افغان جګړې ترلاسه شوې تجربه به د داعش پر ضد مبارزه کې وکاروي.

اوباما دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نړيوال کنفرانس کې کړې دي.

د امريکا ولسمشر وويل: ((موږ په افغانستان او د پاکستان په قبايلي سيمو کې القاعدې ته د يوې بريالۍ تګلارې له امله ماتې ورکړه او دغه تګلاره ډېره ګټوره ثابته شوې ده.))

د هغه په وينا، دوى اوس غواړي چې په عراق او شام کې راپيدا شوې وسله والې ډلې ته له افغان جګړې څخه د ترلاسه شوې تجربې او بريالۍ تګلارې په رڼا کې ماتې ورکړي او دغه تګلاره د داعش پر ضد وکاروي.

اوباما ويلي، په سوريه کې داعش ته هغه مهال ماتې ورکول کېداى شي چې د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد استعفا ورکړي.

دى زياتوي، په سوريه کې د داعش وسله والې ډلې ته  د ماتې ورکولو لپاره اړينه ده چې په دغه هېواد کې نوى ولسمشر وټاکل شي.

د امريکا ولسمشر وايي چې د  داعش له منځه وړلو لپاره جدي اقداماتو ته اړتيا ده او په دې برخه کې هره ورځ هېوادونه د داعش پر وړاندې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد برخه ګرځي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د داعش ډله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې هم فعاليتونه راښکاره کړي دي.

د افغانستان د حکومت اجرا‌ئيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون سهار د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې د داعش پر فعاليتونو  اندېښنه ښودلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.