ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځاځي ميدان کې د کمپيوټر او انټرنېټ مرکز جوړ شو

د خوست ځاځي ميدان کې د کمپيوټر او انټرنېټ مرکز جوړ شو

author avatar
30 Sep 2015 - 14:50
د خوست ځاځي ميدان کې د کمپيوټر او انټرنېټ مرکز جوړ شو
author avatar
30 Sep 2015 - 14:50

خوست ښار (پژواک، ٨ تله ٩٤): د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ښوونځيو ګڼو ښوونکو، زده کوونکو او نورو ځوانانو لپاره د کمپيوټر او انټرنېټ زده کړو مرکز او يو عامه کتابتون پرانيستل شول.

د کمپيوټر او انټرنېټ د زده کړې پر دغه مرکز او عامه کتابتون څه باندې دوه سوه زره افغانۍ لګښت شوی چې د خوست د ولايتي شورا يوه غړي عبدالولي واحدزي ورکړی دى.

د ولايتي شورا دغه غړي د تلې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد روزنيز مرکز له جوړېدو يې موخه د دې لرې پرتې ولسوالۍ د ځوانانو د عصري زده کړو لپاره د زمينې برابرول دي.

عبدالولي واحدزي زياته کړه: ((کتابتون څه باندې ۴سوه کتابونو لري، همداراز د کمپيوټر مرکز په لسو کمپيوټرونو او انټرنېټي خدماتو سمبال دی. هيله ده ځوانان ښه ګټه ترې واخلي.))

د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه ښوونکي شاکرالله د ياد روزنيز مرکز د پرانيستې پر مهال له پژواک اژانس سره په خبرو کې د دغه مرکز په جوړېدو خوښي وښوده.

نوموړي وويل، د ياد کتابتون او د کمپيوټر د مرکز په پرانيستلو سره به د ښوونکو هغه ستونزې هوارې شي چې زده کوونکي د تدريس پر مهال ورسره مخامخ کېږي.

دى وايي: ((دغه کتابتون له موږ سره په تدريس کې ډېره مرسته کولی شي. کومه موضوع چې په کتابونو کې نه وي، د کمپيوټر په مرسته يې له انټرنېټ څخه ترلاسه کولای شو.))

د يادې ولسوالۍ د مرکزي لېسې د لسم ټولګي يوه زده کوونکي سيد رسول پژواک ته وويل، که له ياد روزنيز مرکز څخه پر ځای ګټه پورته شي، پر ښوونځيو سربېره د نورو ځوانانو د علمي کچې په لوړاوي کې هم ګټور ثابتېدای شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ وړاندې د کمپيوټر درسونه يواځې په نظري ډول لوستل، خو له دې وروسته به يې عملي کارول هم زده کړو. له ځوانانو مو غوښتنه دا ده، چې له دې مرکز څخه سالمه ګټه واخلي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.