ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل  او بادغيس کې  ٨ وسله وال وژل شوي

زابل او بادغيس کې ٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
30 Sep 2015 - 11:44
زابل  او بادغيس کې  ٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
30 Sep 2015 - 11:44

کلات- قلعه نو (پژواک، ٨ تله ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او بادغيس کې  شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د شاه جوی ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالله د تلې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو الوتکو د دې ولسوالۍ د خاکي او جعفرو تر منځ سيمه کې د وسله والو پر يوه موټر بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د حامد کاکا په نوم يوه طالب قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په دغه موټر کې د وسله والو طالبانو يو ميل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.

يوې  بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په اټغر ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى دى.

د دې تر څنګ د بادغيس د قادس ولسوالۍ د لنګر په سيمه کې تېره شپه د شپې دوه بجې د ملي پوليسو پر دريو پوستو وسله والو طالبانو بريد کړی چې په پايله کې يې درى وسله وال طالبان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.

د قادس ولسوال مرزاعلي وويل چې په دې پېښه کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.