کندوز (پژواک، ٨ تله ٩٤): د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو وروسته ټولې هټۍ، نانوايۍ او ټولنيز مرکزونه تړل شوي او خلک د خوراکي توکو، څښاک اوبو او درملو د نه شتون په ګډون له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
کندوز ښار له تېرو دريو ورځو راهيسې په يوه پوځي ساحه بدل شوى، طالبان او دولتي ځواکونه د تيارسئ په حال کې دي، هټۍ تړل شوې اوخلک له وېرې له خپلو کورونو نه راوځي.
افغان امنيتي ځواکونو د ناټو هوايي ځواک او سرتېرو په مرسته تر اوسه پورې د څو ساحو د نيولو او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، خو ښار لا هم د طالبانو په ولکه کې دى.
د کندوز ښاريان وايي چې دغه حالت دوى له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ښار يوه اوسېدونکي محمدعمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسې د اوبو او برېښنا بهير پرې شوى او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.
هغه زياته کړه چې پخوا يو من اوړه په ٢٠٠ افغانۍ وو، خو اوس په څلور سوه افغانۍ هم نه موندل کېږي.
د ښار دغه اوسېدونکي زياته کړه: ((موږ د نانوايۍ او د نورو خدمتونو د تړل کېدو په سبب نه شو کولى چې خوراکي توکو او د څښاک اوبو ته لاسرسى ولرو، زموږ وضعيت ډېر خراب دى.))
د کندوز يوه بل اوسېدونکي فقيرمحمد وويل چې په کور کې يې ماشومان په ټوخلې (سينه –بغل) اخته دي، خو د درملتونونو په ګډون ټول روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
د ده به خبره، حوزوي روغتون د طالبانو په واک کې دى او يواځې د خپلو ټپيانو درملنه کوي.
دغه اوسېدونکي وويل: ((د کندوز خلک پخوا هم له جګړې ډېر ځورېدلي وو، اوس هم ترخې ورځې تېروي، خو حکومت تر اوسه پورې هم د کندوز ښار د بېرته نيولو لپاره څه کار نه دى کړى.))
داسې راپورونه هم شته چې له تېرې ورځې راهيسې کور په کور تلاشي پيل شوې، دولتي او پوځي مامورين له مرمۍ سره تړي، خو سيمه ييزو چارواکو د دغو راپورونو پخلى نه دى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن