کندوز(پژواک، ٩ تله ٩٤): کندوز کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي او دغه راز د ولسي ځواک يو قوماندان د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.
يادې دوه پېښې نن په خان اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د خان اباد ولسوالۍ اجراييه امر قدرت الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه کورنۍ نن په يوه زرنج کې له ځنګل باشي کلي څخه د اقتاش سيمې ته روان و، چې زرنج د سړک غاړې د ماين موخه وګرځېد.
هغه وايي، چې په دغه چاودنه کې درې ښځې او يو ماشوم وژل شوي او دوه نور ماشومان او يو سړى ټپي شوى دى.
ساپي زياته کړه، چې دغه ماين د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى او د يادې پېښې ټول قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي.
دغه راز نن په خان اباد کې د ولسي پاڅون يو قوماندان هم د وسلوالو مخالفينو له لوري وژل شوى دى.
د خان اباد ولسوالۍ اجراييه امر وايي، چې ياد قوماندان دولت خان نومېده او د وسله والو مخالفينو د کمين په ترڅ کې وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن