کابل (پژواک، ۹ تله ٩٤): د ولسي جرګې مشر په کندوز کې د پوځي عملياتو د دوام او ښه مديريت غوښتنه وکړه او د کډوالو له وزارته يې وغوښتل چې د دغه ولايت له بېځايه شوو کسانو سره اړينې مرستې وکړي.
د کندوز ښار د تلې په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغى، خو امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار يې د کندوز ښار بېرته نيولى او اوس هلته چاڼيز عمليات روان دي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونو د کندوز ښار بېرته نيولى خو د دغه ښار په ډېرو برخو کې اوس هم سخته جګړه روانه ده.
د هغه په وينا، د امنيتي چارواکو ناسم مديريت او مخکې هلته د پوځي عملياتو ځنډول د طالبانو لاسته د کندوز ښار د لوېدو مهم لاملونه وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنيت مشر د ولسي جرګې په استجوابيه ناسته کې وويل چې د روان کال په لومړيو کې په ياد ولايت کې ستر پلان شوي عمليات د بېلابېلو دليلونو له امله ځنډول شوي وو.
ابراهيمي زياتوي: "د کندوز ښار د سقوط ډېر لاملونه دي، خو يو عامل يې دا دی چې د کندوز والي يو بې کفايته او بې تجربې کس و او ويې نه شو کولای چې د دغه ولايت چارې په ښه ډول سمبال کړي."
ولسمشر تېره ورځ محمد عمر ساپى د کندوز ولايت له دندې لرې کړ.
د ولسي جرګې مشر وايي چې دغې جرګې د طالبانو لاسته د کندوز د لوېدو د څېړلو لپاره پلاوى ګوماري.
دى وايي د پلاوي څېړنې به څرګنده کړي چې د وسله والو مخالفينو په لاس د دغه ښار د لوېدو عوامل څه دي؟
ابراهيمي د امنيتي چارواکو پر ښه مديريت ټينګار وکړ او زياته يې کړه: "موږ د خپلو امنيتي ځواکونو په وړتيا پوره باور لرو، له لوړو امنيتي چارواکو مو په جدي ډول غوښتنه دا ده چې د کندوز په ښار کې روان تصفيوي عمليات تر هغې وغځوي؛ تر څو د دغه ولايت ټولې سيمې د وسله والو له شتون نه تصفيه شي."
ابراهيمي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د سرپرستۍ د قانون له مخې څوک تر دوو مياشتو ډېر د سرپرست په توګه کار نه شي کولاى او له همدې امله د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزى په ناقانونه توګه دنده ترسره کوي.
ستانکزى د روان کال د غبرګولي په لومړيو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن