ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د کندوز پېښې په تړاو درې کمېسيونونه ګومارلي

ولسمشر غني د کندوز پېښې په تړاو درې کمېسيونونه ګومارلي

author avatar
1 Oct 2015 - 21:01
ولسمشر غني د کندوز پېښې په تړاو درې کمېسيونونه ګومارلي
author avatar
1 Oct 2015 - 21:01

کابل (پژواک ٩ تله ٩٤): ولسمشر اشرف غني امنيتي، ملکي او څېړنيز درې کميسيونونو ګومارلي، ترڅو د کندوز پېښې ته لاسرسى وکړي او په اړه يې څېړنه وکړي.

نوموړي، دغه څرګندونې نن (د زمري نهمه) ماښام د يوې خبرې ناستې پرمهال وکړې.

کندوز ښار څلور ورځې وړاندې (د تلې ٦مه) د طالبانو له خوا ونيول شو، خو تېره شپه بېرته د افغان ځواکونو، چې د بهرنيو ځواکونو (پرېکنده ماموريت) هوايي ملاتړ ورسره وو، لاس ته ورغى.

ولسمشر اشرف غني په ياده ناسته کې وويل، لومړى کميسيون چې امنيتي دى او فعاليت يې تېره ورځ پيل کړى، د کندوز ټولې لارې يې تر کنټرول لاندې دي او غير مسوولو کسانو ته به کندوز ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي، ځکه يواځې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه به د قانون د حاکميت د پلي کېدو لپاره عمل کوي.

 هغه زياته کړه، دوهم ملکي کميسيون دى، چې دا کميسيون به د کندوز ښار ته د رسېدلو زيانونو په اړه بېړنۍ څېړنه کوي، ترڅو د همدې راپور پربنسټ، ټول زيانونه وڅېړل شي او له مخې يې په ځانګړي ډول د ښار بې ځايه شويو کسانو ته اسانتياوې برابرې کړي.

د نوموړي په وينا، درېيم د څېړنې کميسيون دى، چې د کندوز د پېښې په تړاو به په سړه سينه څېړنه کوي او د پېښې په تړاو به د خلکو بنسټيزو پوښتنو ته ځواب ورکوي. دغه کميسيون به د راتلونکې شنبې په ورځ (د تلې ١١مه) وټاکل شي.

ولسمشر وايي: "يو دولت چې په قانون باور لري، صحرايي عدالت نه شي ترسره کولى؛ هر چا چې وظيفوي غفلت کړى، د قانون پربنسټ به يې غفلت يا خيانت تثبيتېږي او د هغه له مخې به مجازات کېږي؛، په ورته وخت کې هغه کسان چې فداکاري يې کړې، هغوى به ستايل کېږي."

ده د زياتو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د کندوز د پېښې په تړاو يو شمېر کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

اشرف غني وويل، د کندوز پېښې ثابته کړه، هغه کسان چې د واسطې، سياسي نفوذ او وسيلې له لارې ټاکل شوي وو، له بده مرغه دا هغه کسان وو، چې د پېښې په لومړيو کې يې صحنه پرېښوده او وتښتېدل؛ بالعکس هغه کسان چې د فرد په توګه او رضاکار شامل شوي وو، هغوى د خپلې مټې او فداکارۍ پربنسټ مخ ته ولاړل او ثابته يې کړه، چې د دې هېواد لپاره قرباني ورکوي، نو بايد چې وستايل شي.

دى زياتوي: "هېڅوک د اوضاع له خرابوالي او پر امنيتي ځواکونو د بې اعتمادۍ فضا رامنځ ته کولو څخه ګټه نه شي پورته کولى، موږ د بيان ازادۍ ته احترام وي، خو هغه ازادي چې د هغو اصولو په چوکاټ کې وي، چې ملي ګټو ته په کې لومړيتوب ورکول شو، نو زموږ غوښتنه دا ده، چې د همدې ملي ګټو په چوکاټ کې عمل وشي او هغه رعايت شي."

ولسمشر له ټولو هغو کسانو څخه، چې کندوز ښار ته يې له مخالفينو سره د جګړې کولو لپاره د تګ هوډ درلود، مننه وکړه، خو ويې ويل: "د وسلې استعمال يواځې د دولتي د مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کېداى شي، د وطنپرستۍ له دغې روحيې څخه هرکلى کوو، خو زموږ هيله دا ده، چې ټول دغه کسان د اردو، پوليسو او ملي امنيت جلب او جذب ته وهڅول شي، ترڅو هملته خپل مسووليت ترسره کړي."

هغه زياته کړه، هيله ده، د کندوز د پېښې په اړه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تصميم او يا ظرفيت په برخه کې د شک او ترديد کومه فضا رامنځ ته شوې وه، له منځه تللې وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.