ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ښرنه کې يو ځانمرګى بريدګر ونيول شو

په ښرنه کې يو ځانمرګى بريدګر ونيول شو

author avatar
2 Oct 2015 - 15:14
په ښرنه کې يو ځانمرګى بريدګر ونيول شو
author avatar
2 Oct 2015 - 15:14

ښرنه (پژواک ١٠ تله ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز ښرنه کې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ژوندى نيول شوى دى.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليس د ځانګړې قطعې له لوري د مرکز ښرنې په دوه کيلومترۍ کې د فاطمه خېلو په کلي کې د کشفي راپورونو پربنسټ عمليات کړي، چې په پايله کې يې يو ځانمرګى بريدکوونکى له واسکټ سره لاس په لاس نيول شوى دى.

ده زياته کړه، د دې ځانمرګي موخه د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزيزالله کاروان و.

د هغه په وينا، له نوموړي سره درې تنه نور شکمن کسان هم نيول شوي او دا مهال د پوليسو له لوري ترې پوښتنې روانې دي.

د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزيز الله کاروان، پژواک ته وويل چې نيول شوی ځانمرګی په يوه  کور کې نيول شوی، چې په نيولو سره يې د زيات شمېر بې ګناه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.

د فاطمه خېلو کلي اوسېدونکو هم د ياد کس نيول کېدل تاييد کړي، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې درې ورځې وړاندې د زرغون ښار ولسوالۍ په سيګانه کلي کې په موټرسايکل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.