ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د بې پولې ډاکترانو پر روغتون هوايي بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندوز د بې پولې ډاکترانو پر روغتون هوايي بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Oct 2015 - 09:34
د کندوز د بې پولې ډاکترانو پر روغتون هوايي بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Oct 2015 - 09:34

کندوز (پژواک، ١١ تله ٩٤): د کندوز د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کېلسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دځينو مړي سوځېدلي هم دي.

ډاکټر سعد مختار نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو د طالبانو په اړه د ناسمو معلوماتو په اړه چې ګڼي په دغه روغتون کې د طالبانو د مهمو غړو درملنه کېږي، تېره شپه دوې نيمې بجې يې بمبار کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې د روغتون ودانۍ نړېدلې، په لسګونو کورنيو او بهرنيو روغتيايي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ځينو مړي سوځېدلي دي.

ډاکټر مختار زياته کړه چې لا هم د وژل شوو شمېر نه دى څرګند.

د کندوز د عامې روغتيا مشر وايي چې شاوخوا پنځو ملکي او دولتي ټپيان د دغه روغتون په يوه بله برخه کې تر درملنې لاندې وو چې له بريده خوندي پاتې شوي او د کندوز حوزوي روغتون ته چې د بې پولو ډاکټرانو روغتون ته نږدې موقعيت لري، لېږدل شوي دي.

په ورته وخت کې د کندوز د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د موظف ډاکټر محبوب الله ورور ډاکتر ضياءالله شفيق وويل چې د روغتون شاوخوا اتيا سلنه پرسونل ژوبل شوي او په دغه بريد کې پايوازان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې ورور يې کابل ته په رخصتۍ راغلى او په کندوز کې د خپلو همکارانو له قوله يې ويلي چې په دغه بمبار کې د معالجوي څانګې ودانۍ په ځانګړي ډول بېړنۍ خونه ويجاړه شوې ده.

 

د بې سرحده ډاکترانو له خوا د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه په ٢ بجو او ١٠ دقيقو په کندوز ښار کې د دوى پر روغتون هوايي بمبار شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې پر روغتون څو وارې بمبار وشو چې له امله يې د روغتون ډېره برخه ويجاړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه دوى د خپلو دريو کارکوونکو وژنه تاييدوي او تر ٣٠ پورې د نورو کارکوونکو په اړه معلومات نه لري.

ياد سازمان ويلي چې د دوى روغتيايي ډله په سيمه کې د مړو او ټپيانو په اړه د کره شمېرو راټولو په هڅو کې دي.

د بې سرحده ډاکترانو سازمان عملياتي مشر بارټ جان سينز ويلي چې دوى له دغه هوايي بريد سره ډېر اندېښمن شوي دي.

هغه زياته کړې: ((زموږ د روغتيايي کارکوونکو او ناروغانو وژنه په کندوز کې د روان ناورين يوه برخه ګرځېدلې.))

نوموړي زياته کړې چې دمګړۍ دوى ته د وژل شوو او ټپيانو کره معلومات نشته، خو په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

جان سينز د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د روغتيا پالو او روغتيايي مرکزونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

سرچينې زياته کړې چې د تېرې اونۍ له دوشنبې ورځې راهيسې چې په کندوز کې جګړه پيل شوې، د دوى روغتون د ٣٩٤ ټپيانو درملنه کړې ده .

د هغه په وينا، تېره شپه پر روغتون د بريد پر مهال ١٠٥ ناروغان او ٨٠ تنه سيمه ييز او نړيوال کارکوونکي په روغتون کې شتون درلود.

له بلې خوا په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګروال براين ټريبوس پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځواکونو يې نن سهار وخته په کندوز ښار کې پر هغو وسله والو هوايي بريد کړى چې د دوى ځواکونو ته يې ګواښ رامنځته کړى و.

هغه زياته کړه: ((د دغه بريد له امله کېداى شي د بريد ساحې ته نږدې روغتيايي مرکز هم ويجاړ شوى وي.))

خو نوموړي په دغه هوايي بريد کې وسله والو او يا هم د روغتون ډاکترانو او ناروغانو ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي او زياته کړې يې ده چې د پېښې په اړپلټنې پيل شوې دي.

طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پر روغتون بمبار کې لسګونو ډاکترانو او ناروغانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړې چې په دغه روغتون کې د طالبانو د ټپيانو درملنه نه کېده.

وسله والو طالبانو کندوز ښار د تلې په شپږمه ونيو او له دريو ورځو وروسته د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ترې بېرته ونيول شو خو عيني شاهدان وايي چې لا هم د کندوز ښار په ځينو برخو کې طالبان شتون لري او له دولتي ځواکونو سره ښکېل دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.