پلخمري (پژواک، ١١ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې بغلان ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د جندالله ډلې څلور وسله وال وژل شوي خو خلک هغوى ولسي کسان بولي.
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون مازديګر د جندالله ډلې پر سراچه موټر شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې د جندالله ډلې څلور غړي چې د طالبانو همکاران وو، وژل شوي دي.
خو د مرکزي بغلان د سپين جومات کلي اوسېدونکى بازګل وايي چې جيټ الوتکې پر سراچه موټر چې د مرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه د کندوز پر لور روان و، بريد وکړ چې په پايله کې يې دوه نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم چې په موټر کې سپاره وو، وژل شوي دي.
د دغه اوسېدونکي په خبره، د دواړو نارينه و هويت پېژندل شوى او خپلوانو يې له سيمې څخه مړي وړي دي؛ خو د يوې ښځې او ماشوم هويت څرګند شوى نه دى چې د سيمې د خلکو له لوري په مسجد سفيد کلي کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنيت امر سمونوال عبدالبشير رشيد بيا وايي چې طالبانو تېره شپه د چارشنبې تپه په سيمه کې (د کندوز– بغلان په لويه لار) خوځوښتونه پيل کړي دي او جګړه په درز روانه ده.
هغه دواړو غاړو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه چې نن سهار په همدغه ځاى کې د سيمه ييزو پوليسو پر يو موټر د ماين چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې يو سيمه ييز پوليس ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې د تلې ٦مه د کندوز له سقوط څخه وروسته طالبانو د بغلان–کندوز په لويه لار د چهارشنبې تپه په ساحه کې د کانټينر په اېښودولو سره لار تړلې وه او امنيتي کاروان چې غوښتل يې کندوز ښار ته ولاړ شي، په مرکزي بغلان کې درېدلى و چې په پايله کې پرون د لويې لارې له پرانيستو څخه وروسته، وتوانېد کندوز ته دننه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن