ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Oct 2015 - 19:35
د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Oct 2015 - 19:35

زرنج (پژواک ١٢ تله ٩٤): د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قربانيانو د کورنۍ يو غړى عبدالحق وايي، ځينې ماشومان د خاشرود ولسوالۍ په پشته حسن سيمه کې اوسپنې راټولولې، چې په دې وخت کې يې د هاوان يوه مرمۍ موندلي او هغه وروسته يې کور ته وړې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ماشومانو له خپل پلار سره يو ځاى نن له غرمې وروسته غوښتل، چې ياده مرمۍ د څټک په وسيله ټوټه ټوټه کړي، چې دغه مهال يې چاودنه کړې ده.

د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزى وايي، په ياده پېښه کې دوه اووه او نهه کلن ماشومان وژل شوي او د دوى پلار او بل ماشوم ټپيان شوي دي.

نورزي زياته کړه، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او له روغتيايي مرستو وروسته يې وضعيت ښه شوى دى.

ډېرى ماشومان د سړک غاړې د ماينونو له امله هم وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو يو تازه راپور څرګندوي، چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره لوړه ده او د ٢٠١٥ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ١٦٠٠ ملکيان وژل شوي او له ٣٣٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.