ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما: د کندوز پر روغتون د بمبارۍ څېړنه کوو

اوباما: د کندوز پر روغتون د بمبارۍ څېړنه کوو

author avatar
4 Oct 2015 - 16:24
اوباما: د کندوز پر روغتون د بمبارۍ څېړنه کوو
author avatar
4 Oct 2015 - 16:24

واشنګټن (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې په کندوز ولايت کې پر روغتون د دوى د ځواکونو د هغه هوايي بريد پلټنه کوي چې په ترڅ کې يې لسګونو ډاکترانو او ناروغانو ته مرګ ژوبله واوښته.

امريکايي ځواکونو پرون سهار په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو (اېم اېس اېف) پر روغتون هوايي بريدونه ترسره کړل چې د ياد سازمان د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د ١٢ کار کوونکو په ګډون ١٩ کسان ووژل شول او ٣٧ نور ټپيان شول.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو کې اووه ناروغان او په ټپيانو کې ١٨ ناروغان شامل دي او پاتې نور د روغتون کارکوونکي وو.

د سپينې ماڼۍ له خوا د تلې په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بارک اوباما د کندوز پر روغتون د بريد د څېړنې امر کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر اوباما پر يادې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې تر بشپړو پلټنو وروسته به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

اوباما زياته کړې: ((د امريکا د دفاع وزارت د يادې پېښې په اړه څېړنې پيل کړې او تر بشپړو پلټنو وروسته به موږ پوه شو چې دا پېښه ولې او څه ډول رامنځته شوه.))

تر دې مخکې په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې وه چې په کندوز ولايت کې د دوى په هوايي بريد کې روغتون هم زيانمن شوى دى.

بلخوا ملګرو ملتونو د يادې پېښې د غندلو تر څنګ د دغه بريد د بشپړې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.

په کندوز ښار کې ياد روغتون د بې پولې ډاکترانو سازمان پورې اړوند و، د دغه سازمان مسوولينو ويلي چې دوى تر بريد مخکې افغان او ناټو ته د روغتون په اړه معلومات ورکړي وو، چې بايد له بريدونو وژغورل شي.

د بې پولې ډاکترانو مشر، مايني نيکولای ويلي بهرنيو ځواکونو تر يو ساعت زياتې مودې پورې په هرو ١٥ دقيقو کې پر روغتون بريدونه ترسره کول چې په پايله کې يې د روغتون مرکزي ودانۍ، د روغتون ټول روغتيايي واحدونه، د ناروغانو بېړنۍ خونه چې د جسمي درملنې څانګه هم په کې وه، په دوامدار او دقيق ډول د هوايي بريد په ترڅ کې بمبار شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.