ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميان د بغلان له لوري له امنيتي ګواښ سره مخ دى

باميان د بغلان له لوري له امنيتي ګواښ سره مخ دى

author avatar
4 Oct 2015 - 12:04
باميان د بغلان له لوري له امنيتي ګواښ سره مخ دى
author avatar
4 Oct 2015 - 12:04

باميان (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د باميان سيمه ييز چارواکي وايي چې دغه ولايت ته د بغلان ولايت له اړخه امنيتي ګواښ متوجه دى او پر کهمرد ولسوالۍ د هغوى نوى بريد د دغه ګواښ يوه برخه ده چې مخنيوى يې شوى دى.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د  بغلان له تاله و برفک ولسوالۍ څخه د باميان د کهمرد ولسوالۍ پر اشپشته سيمه بريد وکړ او له امنيتي ځواکونو سره يې څو ساعته نښته وکړه.

د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى او د هغوى له مرګ ژوبلې معلومات نه لري.

خو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې په دغه بريد کې د پوستې قوماندان، رحمت الله وژل شوى، دوه پوليس ژوبل شوي او د دې تر څنګ دوه ټانکونه، پنځه رينجر موټر او يو امبولانس ويجاړ شوي دي.

د باميانو د والي وياند د اندېښنې په څرګندولو سره وايي: ((که چېرې له باميانو سره د بغلان ولايت سرحدي سيمې چاڼ نه شي، باميانو به له دې ساحو نه له سخت زيان سره مخ شي.))

د کهمرد ولسوال عبدالهادي سيغاني هم وويل چې طالبان د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې پوځي مرکز لري او له هغه ځايه د باميانو سرحدي ساحو ته امنيتي ګواښ پېښوي.

خو هغه زياته کړه: ((موږ د بريدونو د دفع کولو لپاره پوره چمتووالى لرو، که چېرې له بغلان ولايت سره د باميانو پولو ته اړتيا وليدل شي، له دولته به غوښتنه وکړو چې هلته ځواکونه سوق کړي.))

باميان د هېواد له امنو ولايتونو دى چې  په ١٣٩٠ لمريز کال کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته ترې د امنيتي مسووليتونو د لېږد  لومړى پړاو پيل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تاله و برفک ولسوالي درې ورځې وړاندې د طالبانو له خوا ونيول شوه او امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې تېر ماښام يې له کومې نښتې پرته بېرته ونيسي.

د بغلان چارواکو پخوا ويلي وو، کله چې په تاله و برفک کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کوي، نو هغوى غرونو ته تښتي او د غرنيو سيمو د شتون په سبب د دوى عمليات د قناعت وړ پايلې نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.