ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال وفادار: د  اروزګان د سقوط هڅه مو شنډه کړه

جنرال وفادار: د اروزګان د سقوط هڅه مو شنډه کړه

author avatar
4 Oct 2015 - 16:14
جنرال وفادار: د  اروزګان د سقوط هڅه مو شنډه کړه
author avatar
4 Oct 2015 - 16:14

کندهار (پژواک، ١٢ تله ٩٤): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې په سوېل کې د توپان په نوم عملياتو کې ١١٨١ وسله وال مخالفين وژلي او ٧٤٧ نور يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه، دا عمليات له هغه وروسته پلان شول چې وسله والو مخالفينو په هلمند او اروزګان ولايتونو کې پراخ بريدونه پيل کړل او غوښتل يې يو شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

تورن جنرال داوود شاه وفادار دغه څرګندونې د تلې په ١٢مه په کندهار هوايي ډګر کې د ٢٠٥ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې خبريالانو ته وکړې.

وفادار وويل، د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته د وسله والو مخالفينو د جوړې شوې سرې قطعې او اسلامي کومانډو جګړه مارو دوه ځلې د اروزګان ولايت د سقوط هڅه وکړه.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو نه يوازې د اروزګان د سقوط مخه ونيوله، بلکې د يادو شوو شبکو جګړه مار يې وځپل او د هغوى نور پلانونه يې هم شنډ کړل.

دى چې تازه د اروزګان له جګړې را ستون شوى وايي، وسله والو مخالفينو د اروزګان ولايت د سقوط پلان د هلمند په شمالي ولسواليو کې جوړ کړى و چې د همدغه پلان د تطبيق لپاره يې چمتووالى نيولى و.

ده زياته کړه، د وسله والو پلان دا و چې د هلمند د کجکي، نوزاد، موسى کلا او سنګين ولسواليو له نيولو وروسته به د اروزګان ولايت دهراوود، سراب، چنارتو، چوره، خاص اروزګان ولسوالۍ او ترينکوټ ښار نيسي او بيا به له همدې لارې د زابل ولايت خاک افغان، شاجوى او پر ډيورنډ کرښه پرته ولسوالي شملزي نيسي.

د ده په خبره، وسله والو غوښتل دغه پراخه سيمه د خپلو ترهګريزو فعاليتونو لپاره وټاکي، څو له همدې ځايه په نورو ولايتونو کې د جګړې پلانونه جوړ کړي او په اسانه له پاکستان څخه وسلې او جګړه ييز توکي راولېږدوي.

خو د ده په وينا، افغان ځواکونو د هغوى ټول پلانونه شنډ کړي او د جګړې پر مهال يې په تېرو شپږو مياشتو کې ١١٨١ وسله وال وژلي، ٧٤٧ تنه يې ټپيان کړي، ٤٢ تنه وسله وال او ٩٠ تنه نور مشکوک وګړي يې ژوندي نيولي دي.

ده وويل، تر دې مهاله د وسله والو مخالفينو ۲۰۰ ماينونه، ۱۶۳ کيلوګرامه باروت، ۲۳ کلاشينکوفونه، ۶ دهشکې، ۶ زيکو يو، ۱۵ راکټونه، دوولس زره مرمۍ او ۵۹ موټر سايکلونه نيول شوي او له منځه وړل شوي دي.

تورن جنرال داوود شاه وفادار ډاډ ورکړ چې په سوېل کې به د امنيتي ځواکونو عمليات دوام ولري او دلته به د کندوز په څېر پېښه نه تکرارېږي.

نوموړي دا هم وويل چې په سوېل کې دا مهال ټول عمليات يوازې د افغان ځواکونو له خوا تر سره کېږي، خو بهرنيو ځواکونو ورسره يوازې د هوا له لارې د اکمالاتو مرسته کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.