ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند کروندګر: کښتونه مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي

د هلمند کروندګر: کښتونه مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
4 Oct 2015 - 12:17
د هلمند کروندګر: کښتونه مو د وچېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
4 Oct 2015 - 12:17

لښکرګاه (پژواک، ١٢ تلې ۹۴): د هلمند يو شمېر کروندګر وايي چې د اوبو د نشتوالي له امله يې کښتونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي محمداسلم د تلې په ١٢مه پژاک خبري اژانس ته وويل چې د نورو کلونو په پرتله په سیندونو کې اوبه کمې شوې دي نو ځکه يې فصلونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((دلته د سيمې ډېر اوسېدونکي خپلې اقتصادي اړتياوې له همدې کرنې ترلاسه کوي خو که چېرې د اوبو ستونزه هواره نه شي، کروندګر به له خپلو ځمکو د ګټې اخیستو پر ځای تاوان وکړي.))

دغه راز د خانشين ولسوالۍ اوسېدونکي ولي داد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ګډون د هلمند په ډېرو سيمو کې ريحان، پنبه، جوار او مۍ کرل شوي چې د خړوبولو لپاره ډېرو اوبو ته اړتيا لري.

نوموړي وايي: ((اوس موږ پوره اوبه نه لرو چې کښتونه پرې اوبه کړو، د همدې ستونزې له امله ډېری کروندګر په خپلو کې په لانجو اخته دي، په سیند کې دومره اوبه نشته چې خلک ترې حتى د څښاک لپاره هم ګټه پورته کړي.))

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل: ((زموږ په سيمه کې اوبه ډېرې نه دې کمې شوې خو تر پخوا نه کمې دي او زه يې په علت هم نه پوهېږم.))

د هلمند د اوبو او برېښنا ریيس انجنیر نصرالله قانع پژواک ته وويل چې د اوبو د تنظيم رياست چارواکو د کجکي ولسوالۍ د برېښنا بند د توربينونو او د ځمکو د خړوبولو دروازې خلاصې پرېيښې دي نو ځکه اوبه کمې شوې دي.

هغه وويل: ((دغه کار يواځې پر ځمکو نه، بلکې د برېښنا پر توليد هم بد اغېز کړى؛ ځکه له ٣١ ميګاواټو څخه يې کچه ٢٦ مېګاواټو ته راټيټه شوې ده.))

خو د لښکرګاه د اوبو برخې مشر انجنیر خان اقا پژواک ته وويل چې په عمومي ډول د اوبو کچه د پخوا په پرتله را ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د کجکې د بند ډېره برخه له خاورو او خټو ډکه شوې، وچکالى هم د اوبو پر دې ذخيرې بده اغېزه کړې ده نو زه فکر کوم چې له ورښتونو سره به دغه ستونزه هواره شي.))

د ده په وينا، اوسمهال دولت د کجکي بند د پاکولو امکانات هم نه لري.

هلمند د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې ډېرى اوسيدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.