ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز سلګونه بې ځايه شوې کورنۍ کابل ته راغلې

د کندوز سلګونه بې ځايه شوې کورنۍ کابل ته راغلې

author avatar
4 Oct 2015 - 15:29
د کندوز سلګونه بې ځايه شوې کورنۍ کابل ته راغلې
author avatar
4 Oct 2015 - 15:29

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنه وايي چې په کندوز کې د وروستيو جګړو په سبب څه باندې ٦٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې او کابل ته راغلې دي.

د دغه بنسټ مشر سيد عبدالله هاشمي پژواک خبري اژانس ته د دې موضوع د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې پر کندوز ښار د طالبانو بريد يو غير اسلامي او غير انساني عمل و، هغه جنايات چې هلته له بې ګناه او بې دفاع خلکو سره شوي، د بښلو وړ نه دي.

د ده په خبره، دوى د مشرانو جرګې د غړو په همکارۍ له تېرو دريو ورځو راهيسې هڅه کړې، څو وپوهېږي چې څومره کندوزيان کابل ته راغلي او نن تثبيت شوه چې ٦١٠ کورنۍ له کندوز څخه کابل ته را بې ځايه شوې، خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

وسله والو طالبانو کندوز ښار د تلې په شپږمه ونيو او له دريو ورځو وروسته د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ترې بېرته ونيول شو خو عيني شاهدان وايي چې لا هم د کندوز ښار په ځينو برخو کې طالبان فعال دي.

په دې جګړو کې غير پوځيانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ زرګونه کورنۍ هم بې ځايه شوې چې اوسمهال د سرپناه او خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.

د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنې مشر زياته کړه، په دې اړه يې د ټولنې په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بې ځايه شوه نوملړ له رسمي ليکونو سره د کډوالو او بېرته را ستنېدونګو چارو وزارت، کورنيو چارو وزارت، سرې مياشتې، د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او نورو خيريه بنسټونو ته چې په دې برخه کې کار کوي، واستوي، څو دې بې ځايه شوو ته د سرپناه او خوړو په برخه کې مرسته وکړي.

کابل ته د کندوز د وروستۍ جګړې د بې ځايه شوو تازه نوملړ داسې مهال خپرېږي چې د ځايي چارواکو په خبره، د کندوز له جګړې څه باندې شپږ زره کورنۍ تخار، شاوخوا ٢٥٠ کورنۍ بدخشان، سل کورنۍ سمنګانو او سلګونه نور کسان مزار شريف ته تللي او په ناوړه وضعيت کې مرستو بېړنۍ اړتيا لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.