جلال اباد (پژواک، ۱۲ تله ۹۴): د ننګرهار ولايت د مقام او يو شمېر ځايي اوسېدونکو له لوري د سپين غر بازانو د فوټبال د بريا نمانځه وکړه او هيله يې وښوده چې حکومت د دې لوبې لپاره پاملرنه ډېره کړي.
د سپين غربازانو فوټبال لوبډلې د هېواد د زونونو تر منځ د غوره ليګ سياليو په پايلو ه کې د مرکزي زون شاهين اسمايي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د يادو لوبو بريا خپله کړه او د قهرمانۍ کپ يې وګاټه.
د تلې په ۱۲مه د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د دې بريا د نمانځلو لپاره غونده نيولې وه، چې د فوټبال سلګونه مينه والو په کې برخه لرله.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل: ((ننګرهار لکه څرنګه چې په کرکټ کې نوم لري دغسې يې په فوټبال کې هم خپله وړتيا وښوده.))
هغه زياته کړه چې د دې لوبې د پرمختګ لپاره به په سيمه ييزه کچه هڅې وکړي او يادونه يې وکړه چې ښايي يو شمېر ادارې د سپينغرو بازانو له ټېم سره مرستې وکړي.
د ننګرهار د فوټبال فدراسيون رييس شاهدالله وفا وويل چې د زونو په سياليو کې د ننګرهار د سپين غرو بازانو ټېم بريا ستر لاسته راوړنه ده.
ده زياته کړه: ((زه وياړم چې داسې قوي لوبډله لرو. ختيځوالو ته زېری لرم چې راتلونکو څو ورځو کې به دا لوبډله بنګله دېش هېواد ته د لوبو لپاره ولاړه شي.))
د سپين غر بازانو د ټېم کپتان فهيم د خپلو لسګونه مينه والو په منځ کې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: ((تر دې وروسته به هم ښه لوبه کوو. موږ ټولو ختيځ مېشتو ته د دې بريا مبارکي وايم.))
هغه د خپلو مينه والو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ونه توانېده چې تر دې ډېرې خبري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن