ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميمنه کې دوې چاودنې شوې

په ميمنه کې دوې چاودنې شوې

author avatar
4 Oct 2015 - 12:44
په ميمنه کې دوې چاودنې شوې
author avatar
4 Oct 2015 - 12:44

ميمنه (پژواک، ١٢ تله ٩٤): په فارياب ولايت کې د ملي امنيت موټر او ولايتي شورا مخکې دوې چاودنې شوې چې له امله يې دوه کسان ټپيان شوي او د ميمنې ښاريان يې وېرولي دي.

د فارياب امنيه قوماندانۍ وياند سيد مسعود  يعقوبي وايي چې لومړى چاودنه د چسپکي ماين په سبب نن سهار ٩ بجې د ملي امنيت رياست په موټر کې د مخابراتو رياست مخې ته وشوه چې موټر يې زيانمن کړ.

خو د پوليسو يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د فارياب په مرکز کې د افغان – ترک روغتون د بېړنۍ څانګې موظف ډاکتر احسان الله واحدي وايي چې د چاودنې دوه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

تېره شپه يو بل ريموټ کنټرول ماين په ميمنې ښار کې د ولايتي شورا دفتر مخې ته چاودلى چې مالي او ځاني زيان يې نه درلود.

د فارياب ولايتي شورا مشر سيد عبدالباقي وايي چې وسله وال مخالفين دا ډول هڅې د خلکو د وېرولو او او امنيتي ځواکونو د کمزوري کولو په موخه کوي، خو خلک او امنيتي ځواکونو له يو بل سره همکار دي او له دې ډول خوځښتونو وېره نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په فارياب کې د سياسي ګوندونو غړو او د خلکو استازو په يوه غونډه کې ډاد ورکړ چې له دولتي ځوکونو ملاتړ کوي او طالبانو ته به د دې اجازه ورنه کړي چې پر دغه ولايت واکمن شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.