کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د يو لړ نړيوالو سياليو ترسره کولو په موخه زمبابوى هېواد ته روانه شوه.
زمبابوى ته تر روانېدو مخکې، د افغانستان کرکټ مشرانو او د ملي لوبډلې مشر په خبري کنفرانس کې د دغه سفر په اړه معلومات ورکړل.
د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش دې خبري غونډې کې په خپله وينا کې د بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد لوبډلې سره سيالي کول، لويه لاسته راوړنه وبلله.
هغه زياته کړه، ملي لوبډله به د زمبابوې له ملي لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ نړيوالې او دوه شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره کوي.
د نوموړي په وينا، د زمبابوى کرکټ ادارې ورسره ژمنه کړې وه، چې دا لوبې به په يوه نړيوال تلويزيوني چينل خپروي، خو د ځينو ستونزو له امله هغوى له دې ژمنې په شا شوي دي.
دانش وايي: ((موږ د لوبې د ژوندي خپراوي لپاره هر راز ونډې ته ټټر وهلی او چمتو يو چې د زمبابوى او ټين کرکټ ترمنځ د ستونزې له هوارېدو سره سم د لوبو په ژوندۍ بڼه خپراوي کې خپله همکاري ترسره کړو.))
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې ملي لوبډله د يادو شويو لوبو لپاره له هره اړخه چمتو ده او د لوبغاړو د فزيکي، تخنيکي او رواني پياوړتيا لپاره يې په کابل کې د يوې اوونۍ لپاره تمريناتي کمپ ترسره کړى و.
ده زياته کړه، اوس هم د لوبو په ژوندۍ بڼه خپراوي لپاره هلې ځلې روانې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې پايلې به يې مثبتې وي.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې دوى د زمبابوى سياليو لپاره بشپړ چمتووالى نيولى او پياوړې لوبډله يې ورته ټاکلې ده.
د هغه په وينا، دوى پخوا هم زمبابوى ته سفرونه کړي او لوبغاړي د دغه هېواد له ميدانونو او هوا سره بلد دي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې لوبغاړي به د زمبابوى لوبډلې پر وړاندې خپله وړتيا وښيي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک، پژواک اژانس ته وويل چې ملي لوبډله د رسمي سياليو تر پيلېدو مخکې د زمبابوى له ځايي لوبډلو سره څو تمريناتي لوبې ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن