ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ولايت پر مقام ملي بيرغ ورپول شو

د کندوز ولايت پر مقام ملي بيرغ ورپول شو

author avatar
5 Oct 2015 - 15:09
د کندوز ولايت پر مقام ملي بيرغ ورپول شو
author avatar
5 Oct 2015 - 15:09

کندوز (پژواک، ١٣ تله ٩٤): امنيتي ځواکونو په کندوز ښار کې نورې ساحې هم چاڼ کړې او پر ولايت مقام هم د افغانستان ملي بيرغ پورته شو.

وسله والو طالبانو د تلې مياشتې په ٦مه نېټه کندوز ښار ونيو، خو درى ورځې وروسته بېرته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ترې ونيول شو.

تېره ورځ د بالاحصار او ملي امنيت رياست ساحې هم د ملي اردو د کومانډو له خوا چاڼ شوې .

امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو خپل پرمختګ ته دوام ورکړى او نورې ساحې يې هم چاڼ کړې دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيې قوماندانۍ نوې او زړه ودانۍ، ښاروالي،  حوزوي او بې پولې ډاکترانونو روغتونونه، پوهنتون، ښوونځي او د کابل، امام صاحب او خان اباد بندرونه له وسله والو مخالفينو چاڼ شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو او کومانډو په ګډون د امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات لا هم د ښار له مرکزه لرې  په خاکني، زاخېل، ابراهيم خېلو، انګور باغ او سه درک سيمو کې روان دي.

حسيني وايي چې  د عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په اکثره مواردو کې هغوى له امنيتي ځواکونو سره وسله وال چلند نه دى کړى، خو د مرګ ژوبلې شمېره يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

دې سرچينې وويل چې نن ورځ دولتي بيرغ د ځمکنيو ځواکونو د قوماندان جنرال مراد علي مراد له خوا د ولايت پر مقام ورپول شو او مرستيال والي حمدالله دانشي، د سرپرست والي په توګه کار پيل کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندوز ښاريانو له چاڼيزو عملياتو هر کلى کړى او د بشپړ امنيت راوستو غوښتونکي دي. ځينې هټۍ خلاصې شوې او د خلکو تګ راتګ ليدل کېږي.

د سه درک سيمې اوسېدونکي عبدالقهار پژوک ته وويل: ((درې شپې ورځې کېږي چې کورنۍ مې ډوډۍ نه ده خوړلې، نانوايۍ بندې دي او خلک له وېرې له کورونو نه شي راوتلى.))

هغه له دولت او مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه چې په کندوز ښار کې له جګړې ځپلو سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.