ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د حقاني شبکې قوماندان نيول شوى

په خوست کې د حقاني شبکې قوماندان نيول شوى

author avatar
5 Oct 2015 - 15:38
په خوست کې د حقاني شبکې قوماندان نيول شوى
author avatar
5 Oct 2015 - 15:38

کابل- جلال اباد (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د ملي امنيت لوى رياست وايي، منسوبينو يې په خوست ولايت کې د حقاني شبکې يو قوماندان نيولى دى.

د دغه رياست له خوا د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوى قوماندان نعمت الله نومېږي او پر خالد مشهور دى.

سرچينې زياته کړې، نوموړي له ډيورنډ کرښې څخه د ښځو په جامو کې تر اوښتو وروسته هڅه کوله چې په خوست ښار کې ترهګريزې پېښې ترسره کړي چې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوي کس منلې چې د حقاني شبکې له خوا په ميرانشا کې  د دوه منده ولسوالۍ د پوځي مسوول په توګه ‌ټاکل شوى او د حقاني ډلې د سلو ترهګرو قوماندان و.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د يوه پاکستاني په ګډون اووه شکمن کسان او ۹۷ کيلوګرامه نشه يي توکي له دوو لېږدوونکو سره نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په بازار کې د عبدالرزاق په نوم يو شکمن پاکستانی نيول شوی دى.

هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل، خو يادونه يې وکړه چې له نيول شوي کس څخه پوښتنې روانې دي.

دى زياتوي، همدا شان تېره شپه د ننګرهار د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ په دروېشتمه وياله سيمه کې د عملياتو پر مهال شپږ شکمن کسان نيولي دي.

نوموړی وايي، نيول شوي کسان د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې له دوو کلاشينکوفونو، يوې مخابرې او يوه لاسي بم سره نيول شوي دي.

بلخوا د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، د سره رود ولسوالۍ د نغرک په سيمه کې يې په يوه ډاټسن موټر کې ۹۷  کيلوګرامه اومه چرس نيولي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل، د دغو چرسو د لېږد په تور يې دوه تنه نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.