ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي

په کونړ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي

author avatar
5 Oct 2015 - 11:41
په کونړ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي
author avatar
5 Oct 2015 - 11:41

اسعداباد (پژواک، ١٣ تله ٩٤): چارواکي وايي په دې وروستيو کې په کونړ ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې او د تېر په پرتله دغه راز پېښې په حکومتي او ولسي کچه پر وخت هوارې شوې دي.

اړوند مسوولين دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سياسي څانګې" يوناما" د هغه راپور په ځواب کې کوي چې په دې وروستيو کې خپور شوى دى.

په راپور کې له تاوتريخوالي سره د مخ شوو ١١٠مېرمنو د مخامخ مرکو پر بنسټ ويل شوي چې د اړوندو قضيو ډېره برخه د جرګې، منځګړتوب، سلا مشورو او يوازې پنځه سلنه يې د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې حل شوې دي.

په راپور کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د حل پر مهال د رسمي او نارسمي سيستمونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او د اصلاح لپاره يې وړانديزونه په ګوته شوي دي.

پر عدلي او قضايي ارګانونو د باور نشتوالى، د منځګړتوب په پروسه کې د پوهې کمښت، د منظم حقوقي سيستم نه پلي کېدل، په دولتي کچه د ښځو د خونديتوب کم امکانات، د ظرفيتونو ټيټوالى او نور هغه ستونزې دي چې په خپاره شوي راپور کې د جدي اندېښنو په توګه ياد شوي دي.

د همدغه راپور د څېړلو په موخه په کونړ کې يو ازاد بحث جوړ شوى و چې په کې د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار، د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال صبغت الله اندرابي، د استيناف څارنوالۍ استازي څارنوال لطف الله خيبر، د ښځو چارو رييسې نسيمې شفيق سادات او په ختيځ زون کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مشرې انجنير هاشمي شريف ګډون کړى و.

ياد مسوولين که څه هم په خپاره شوي راپور کې د يوناما اندېښنې تر يوه حده پر ځاى ګڼي خو وايي، په دې وروستيو کې د کونړ عدلي او قضايي ارګانونو له خپلو مسووليتونو سره سم د ښځو د تاوتريخوالي د پېښو ژر حل ته رسېده ګي کړې ده.

په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مسووله انجنير هاشمه شريف وايي، د دوى د موندنو او څېړنو پر بنسټ له تاوتريخوالي سره مخ شوې ډېرې مېرمنې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد، ځنډ او ظرفيت د نشتوالي له امله د جرګو پر سيستم ډېر باور لري.

خو دا وايي، په دغه سيستم کې ستونزه دا ده چې ډېر مهال د جرګه مارو کمه پوهه او له قوانينو څخه ناخبري لامل کېږي چې د مېرمنو په اړه ناسمې پرېکړې وشي.

نوموړې پژواک اژانس ته وويل چې د يوناما په راپور کې په همدې اړه جدي اندېښنه ښودل شوې او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د سمون او اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال صبغت الله اندرابي که څه هم د يوناما اندېښنې مني، خو وايي په دغه ولايت کې د ١٣٩٣ لمريز کال له وروستيو بيا د ١٣٩٤ کال تر چنګاښ مياشتې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٢ لويې او وړې پېښې شوې چې ٣ يې د جرګو له لارې حل شوې، يوه قضيه څارنوالۍ ته لېږل شوې او پاتې نورې د ښځو چارو رياست له لوري حل او فصل شوې دي.

نوموړي ومنله چې د ښځينه پوليسو د نشتوالي له امله له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د کشف په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو ويې ويل ورته قضيې د يو شمېر ادارو او عامو خلکو له خوا د اړيکو نيولو له لارې کشفوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.