ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځم ستون له اصطلاح سياسي ګټه اخيستل کېږي

د پنځم ستون له اصطلاح سياسي ګټه اخيستل کېږي

author avatar
6 Oct 2015 - 15:29
د پنځم ستون له اصطلاح سياسي ګټه اخيستل کېږي
author avatar
6 Oct 2015 - 15:29

کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د افغانستان د ديموکراتو حقوق پوهانو ټولنه وايي چې د حکومت په دننه (پنځم ستون) شتون لري، خو دا اصطلاح د ټوکو او بې اسنادو تورونو د لګولو په بڼه مطرح کېږي او د ننګونو او بحران د ژور والي او حتى د حکومت د سقوط لامل ګرځي

د دې ټولنې د چارواکو په خبره، د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې خبر له خپرېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې له رامنځته شوو نانندريو سره د خلکو د دښمنانو او بهرنيو استخباراتو له خوا د پنځم ستون ذهنيت مطرح شو چې د خلکو تر منځ د ګڼو اندېښنو لامل شوى دى.

د افغانستان د ديموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبير رنجبر نن يوې خبرې غونډې ته وويل، ځينې کړۍ له دې اصطلاح نه شخصي، ګروپي او سياسي ګټه اخلي، خو له کشفي او تحقيقي ارګانونو چې په سر کې يې لويه څارنوالي ده، غوښتنه کېږي چې د دغو اوازو له مدعيانو نه اسناد او شواهد وغواړي، څو موضوع د اسنادو په رڼا کې څرګنده شي، قانون پلى او د خلکو اندېښنې لرې کړى شي.

هغه زياته کړه، له شک پرته چې د نظام پنځم ستون، کورني او بهرني جاسوسان شتون لري، خو دا موضوع د هغو کسانو له خوا مطرح کېږي چې اصلاً د پنځم ستون معنا او سرچينه نه پېژني، يواځې سياسي ګټه ورنه اخلي او غواړي چې خپل سياسي مخالفين تورن او د خلکو تر منځ بدنام کړي.

نجبر وويل: ((د پنځم ستون اصطلاح مطرح کول د ټوکو او بې اسنادو تورونو د لګولو په بڼه مطرح کېږي او د ننګونو او بحران د ژوروالي سبب ګرځي، که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي، دا امکان لري چې حکومت له داخل نه انفجار او سقوط وکړي.))

د افغانستان د ديموکراتو حقوقپوهانو د ټولنې مشر زياته کړه چې د جزا او ټوليزو رسنيو قانون له مخې، هېڅوک نه شي کولى چې يو کس له اسنادو  او با صلاحيته محکمې له حکم پرته په ګناه او جرم تورن کړي، خو په افغانستان کې د محکمو قطعي احکام د افرادو له خوا صادرېږي چې دا يوه خطرناکه فاجعه ده.))

هغه زياته کړه، که وضعيت همداسې دوام وکړي، هېواد به د بدبختۍ او ناورين خوا ته ولاړ شي او په داسې کنده کې به ولوېږي چې راوتل به يې ګران وي.

د پنځم ستون اصطلاح د لومړي ځل لپاره په (۱۹۳۶‌- ۱۹۳۹) کلونو کې د اسپانيا د درې کلنې جګړو پر مهال وکارول شوه.

دا اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي چې په يوه دولت يا يوه سازمان کې د جاسوس او پټ عامل په توګه هغه دولت ته کار کوي چې دى يې تابعيت لري. يانې په يوه دولت کې د يوه دښمن د الې په توګه کار کوي، له دننه تخريب کوي او د ګډوډۍ زمينه مساعدوي.

کله چې د اسپانيا په درى کلنو جګړو کې د جنرال فرانکو يو قوماندان جنرال اميليو مولا له خپل پوځ سره د اسپانيا پلازمېنې مادريد ته نږدې کېده، نو د ښار واکمنو کمونستانو ته يې په استولي پيغام کې وويل: ((زه د سرتېرو له څلورو ستونو سره له لوېديځ، ختيځ، شمال او سوېل څخه د مادريد پر لور وړاندې درځم، خو تاسې يواځې په دې څلورو ستونونو حساب مه کوئ، بلکې يو بل (پنځم ستون) هم لرم چې په مادريد او حتى تاسې کې دى چې په پټه او ښکاره زما لپاره فعاليت کوي.))

هغه په خپل پيغام کې ويلي وو: ((شايد له تاسې سره موافق نه وي، خو دا چې ستاسې له عقيدې او نظريې سره سل په سلو کې مخالف دي؛ ځکه خو يې اعمال په غير مستقيم ډول زما په ګټه تمامېږي. که چېرې زما له څلورو در استولو شوو ستونونو وېره نه لرئ، له ((پنځم ستونه)) وډار شئ چې ستاسې په ټولو کړو وړو کې نفوذ لري او څلورو نورو ستونونو ته ښار ته د ور ننوتلو لاره هواروي.))

له دې وروسته د پنځم ستون اصطلاح سياسي قاموس ته داخل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.